د عیسویانو مذهبي مشر پاپ فرانسز چلي او پیرو ته د خپل سفر په وخت خبردارې ورکړېدی چې نړۍ اتومي جنگ ته ډیره نژدې شویده.
هغه دغه خبردارې هغه وخت کړیدی چې د امریکا په ایالت هوایي کې د یکشنبې په ورځ د بالیستک توغندي د حملې اوازې خپرې شوی. په دغه ایالت کې د بیړنیو چارو ادارې په غلطۍ د بالیستک توغندي د حملې خبردارې وکړ او خلکو شل دقېقې په ویره کې تیر کړل. د دغې حملې نه وروسته د شمالي کوریا سره د ممکنه اتومي جگړې اندېښنې زیاتې شویدي.
د پاپ نه چې کله دا وپوښتل شوه چې ایا د اتومي حملې ویره لري نو هغه وویل چې "بالکل، نړۍ هم دې حد ته رارسیدلې ده. یوه پېښه د خطرد احساس د راوپارولو لپاره پوره وي". د یادونې وړ ده چې هغه په خپلو خبرو کې د شمالي کوریا یا د هوایي د پیښې یادونه نده کړی.
پاپ فرانسز د دې نه مخکې هم د اتومي وسلو ضد او د اتومي جنگ د امکاناتو په هکله اندیښنې څرگنده کړیده. هغه وایی چې د اتومي وسلو جوړول د مذهب خلاف کار دی.