د لاس رسي وړ اتصالات

د شکنجې کمیدل کافي نه دي ـ ملګري ملتونه


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی «یوناما» وايي، د دې سره سره چې په افغان نظارت خانو کې د شکنجو په قضیو کې کموالی راغلی، خو وايي، په دې اړه تر سره شوي اقدامات بسنه نه کوي.

یوناما د چهارشنبې په ورځ د «وري میاشتې پر ۲۸مه» د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له دفتر سره په ګډ راپور کې، ویلي، چې د ۲۰۱۷ کال له جنورۍ څخه بیا د ۲۰۱۸ کال تر پایه په نظارت خانو کې د شکنجې او بد چلند کچه ۳۲ سلنې ته راټېته شوې ده.

راپور وايي، چې د ۲۰۱۵ کال له جنورۍ څخه بیا د ۲۰۱۶ کال تر پایه دغه کچه ۳۹ سلنه وه چې تېر ۲۰۱۸ کال کې کموالی ښيي.

افغان زندان
افغان زندان

په دغه راپور کې ویل شوي چې د ملي امنیت په تاسیساتو کې د شکنجې او بدچلندۍ مخنیوی له ۲۹ سلنې څخه ۱۹ سلنې ته راټیټ شوی او د پولیسو په نظارت خانو کې له ۴۵ سلنې څخه۳۱ سلنې ته راټیټ شوی دی.

یوناما که څه هم په افغان نظارت خانو کې د شکنجو کمېدل د افغانستان په ملي پلان کې پرمختګ او د قانون پلې کېدل په ګوته کړي، خو د دې سره سره یې اندېښنه ښودلې چې لا هم افغان ځوانان نظارت خانو کې له «زیات» بدچلند سره مخ دي.

راپور ویلي، چې د ۲۰۱۷ کال له جنورۍ څخه بیا د ۲۰۱۸ کال تر پایه د ۲۸ ولایتونو په ۷۷ نظارت خانو کې ۶۱۸ زندانیانو د شکنجې او بد چلندۍ په اړه ملګرو ملتونو ته شکایت کړی دی.

په دغه راپور کې د زندانیانو وهل ټکول، د شکنجو له لارې اعتراف، خراب زندانونه، د رڼا نشتوالی او د کورنۍ غړو او مدافع وکیل ته کم لاس رسی هغه څه بلل شوي چې یوناما ورباندې اندېښنه ښودلې.

د دغه راپور د څېړنو له‌مخې:"په داسې حال کې چې په کندهار کې د ملي پولیسو توقیف ځای کې د شکنجې د وحشیانه ډولونو، لکه خپکۍ کولو، برقي شاکونو، له تناسلې آلې څخه د راښکلو او د کوټې له چت څخه د راځوړندولو په ګدون ۷۷ سلنه د اندیښنې وړ شکنجو ادعاوې شوي دي."

په دغه راپور کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرې، میشل باشلیټ له قوله ویل شوي: "یو کال وړاندې، په همدې ورځ، د افغانستان دولت د شکنجې د مخنیوي په پار د شکنجې ضد کنوانسیون د اختیاري پروتوکول د پلې کولو ژمنه وکړه."

افغان زندان
افغان زندان

​نوموړي له افغان حکومت څخه غوښتي چې په زندانونو کې د شکنجو د مخنیوي لپاره ډېر ژر یو ملي میکانیزم رامنځته کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر مشر تادامیچي یاماموتو هم ویلي چې د دې ناوړه کړنې د له منځه وړلو لپاره لا هم اوږده لاره پرته ده.

XS
SM
MD
LG