د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د هلکانو او نجونو د عامه زده کړو سیستم په ړنګیدو دی - مرستندویه ادارې


مرستندویه ادارې خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې د عامه زده کړو سکتور چې د طالبانو د جنډر (جنسیتي) سیاست او د بهرنیو پانګو د نشتوالي ترمنځ ګیر پاته دی، د سقوط له خطر سره مخامخ دی.

په افغانستان کې د ملیونونو زده کوونکو لپاره د عامه ښوونځیو د خلاصیدو، معاشونو ورکولو او نورو اړینو تعلیمي سرچینو د چمتو کولو لپاره هر کال لږ تر لږه ۱.۵ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده، خو دغه جګړه ځپلی هیواد نشي کولی دا پیسې پخپله چمتو کړي.

د طالبانو اوسنۍ ادارې چې د نړیوالو بندیزونو سره مخامخ ده، سږکال شاوخوا ۲.۶ میلیارد ډالر ملي بودیجه ټاکلې چې لا همدا اوس د د نږدې ۵۰۰ میلیون ډالرو له کسر سره مخامخ ده.

په افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې د ادارې (Save the Children) ویاند، عاشق الله مندوزي، امریکا غږ ته وویل، "شاوخوا ۱۸۷۰۰۰ ښوونکي به د معاش ملاتړ ته اړتیا ولري ترڅو د زده کړې د سیسټم د بشپړ سقوط مخیوی وشي."

ښاغلي مندوزي وویل، "نوي معارف [د پوهنې وزارت] په ډاګه کړې چې دوی کولی شي د اوسني کاري ځواک یوازې ۳۰فیصده معاشونه ورکړي، کوم چې د پرمختیایي بودیجې پرته د عامه زیربناوو لپاره یو خطرناک حالت په ګوته کوي."

بهرنیو بسپنه ورکوونکو د تیر کال د اګسټ د میاشتې راهیسې چې طالبان واکمن شوي دي، د افغانستان لپاره د عامه زده کړو د سکتور په ګډون پراختیایي بودیجه بنده کړې ده، خو تر ډیره یې پدې هیواد کې د پراخې لوږې د مخنیوي لپاره بشري مرستې جاري ساتلې دي.

تمویل کوونکي هیوادونه او موسسې هم د طالبانو له تعلیمي تګلارو سره په کلکه مخالفت کوي، په ځانګړې توګه د نجونو متوسطه او لیسو ښوونځیو له تړلو سره.

په کالیفورنیا کې د یوې میشتې غیردولتي موسسې (د ښه راتلونکې لپاره د افغان زده کړو موسسه) رئیس غلام محمد فدا وایي: «د طالبانو د ناوړه سیاست او د تمویل کوونکو د پانګې نشتوالي له امله، د افغانستان د ښوونې او روزنې سیستم له منځه تللو په حال کې دی.»

ملګري ملتونه وايي، د افغانستان ښوونیز نظام د څو لسیزو پرله پسې وسله والو جګړو له امله ویجاړ شوی او شاوخوا څلور میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي.

د روان کال د جنورۍ او فبروري په میاشتو کې، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې (یونیسف) افغان ښوونکو هر یو تن ته د مرستې په بڼه ۱۰۰ ډالره معاش ورکړ، خو دا پیسې وروسته له هغې بندې شوې کله چې طالبانو د مارچ په میاشت کې د نجونو لپاره د منځنيو او لیسو ښوونځیو د بیا پرانستلو ژمنې ته شا کړه.

د یونیسف یو ویاند، جو انګلیش، امریکاغږ ته وویل، «بې له شکه سیسټم سخت کړکیچن دی او په ټول هیواد کې د زده کړو لپاره مخ په زیاتیدونکې غوښتنې به اضافي ملاتړ ته اړتیا ولري ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې ماشومان زده کړې ته لاسرسی ومومي."

ښوونځي تړل شوي یا بدل شوي

د افغانستان په اکثرو سیمو کې د نجونو منځني او لیسه ښوونځي له څه باندې یو کال راهیسې تړل شوي دي، ځکه چې د طالبانو چارواکو ویلي چې دوی د ټولو نجونو لپاره د ښوونځیو د بیا پرانیستلو په اړه د دیني عالمانو پریکړې ته انتظار باسي.

د پراخو کورنیو او نړیوالو نیوکو او غندنو سره سره، طالبانو دا نه دي په ډاګه کړي چې دا ښوونځي به کله هم پرانستل شي او که نه.

یونیسف تیره میاشت وویل، «له ثانوي زده کړو څخه د نجونو بې برخې کول په تیرو ۱۲ میاشتو کې د افغانستان اقتصاد ته لږ تر لږه ۵۰۰ میلیونه ډالره زیان رسوي.»

سربیره پردې، طالبان په پرله پسې توګه د تعلیمي نصاب په بدلولو، د معلمانو او مدیرانو په توګه د ملایانو په ګمارلو، او په ښوونیز نظام کې د ښځو د ګډون د نه هڅولو له لارې عامه ښوونځي په دیني مدرسو بدلوي.

د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیا ادارې (USAID) هم د عامه ښوونځیو د ودانیو، په ځانګړې توګه د تخنیکي او مسلکي زده کړو او روزنې مرکزونو او د ښوونکو د روزنې کالجونه په مدرسو بدلولو باندې اندیښنه څرګنده کړې ده. د افغانستان د بیا وړدانولو لبآره د امریکا د حکومت ځانګړي مفتش دفتر (سیګار) د جولای په میاشت کې د متحده ایالاتو کانګرس ته په یو رپوټ کې وویل چې، په تیرو دریو میاشتو کې د دیني زده کړو لپاره د تخصیص شوي درسونو ساعتونه هم د راپور له مخې زیات شوي دي.

لوړ پوړو طالب چارواکو لکه د ددې ډلې د لوړو زده کړو وزیر، په عامه توګه عصري زده کړې غندلي او د افغانستان د تعلیمي سیسټم د سخت اسلامي کولو ژمنه یې کړې ده.

د طالبانو حکومت چې په بشپړ ډول د نارینه اسلامي دیني عالمانو څخه جوړ شوی، د نړۍ له هیڅ هیواد له لورې په رسمیت ندی پیژندل شوی، او د خپلو افراطي پالیسیو له امله د نړیوالې غندنې سره مخ دی.

په غبرګون کې طالب مشران وايي چې دوی یوازې خدای ته حساب ورکوونکي دي او مشرتابه به یې هیڅکله د خپلې خالصې اسلامي حکومتدارۍ څخه ډډه ونه کړي.

XS
SM
MD
LG