د لاس رسي وړ اتصالات

د قطر په ټاکنو کې هیڅ یوه ښځه بریالۍ نشوه 


په قطر کې رایه ورکوونکو ښځو نن د یکشنبې په ورځ اکتوبر دریمه (تلې ۱۱) وروسته له هغې ناراضایتي څرګنده کړه چې ددې هیواد د شورا په انتخاباتو کې یې هیڅ کاندیده بریالۍ نشوه.

د ۲۸۴ تنو له ډلې څخه چې ددې تقنیني څانګې د ۳۰ څوکیو لپاره یې مبارزه کوله یواځې ۲۸ فیصده یې ښځې وې.

د قطر د شورا مجلس ۴۵ څوکۍ لري چې ۱۵ یې انتصابي دي.

اوس ښځې ددې هیواد امیر ته سترګې په لار دي چې یو شمیر ښځې دغو څوکیو ته انتصابې کړې.

عایشه جاسم الکواري چې د انتخاباتو پدې دوره کې کاندیده وه، هغې وویل د شورا په مجلس کې د ښځو د استازیتوب لپاره د امیر صلاحیت حیاتي اهمیت لري، هغې هیله څرګنده کړه چې ددې هیواد واکمن لږ تر لږه څلور یا پنځه ښځې ددې هیواد پدې باصلاحیته مجلس کې شاملې کړي.

هغې زیاته کړه چې یو شمیر کاندیدو ښځو پدې خاطر چې غښتلی پروګرامونه یې درلودل د خپلې ناکامۍ نه ناراضه دي، خو یو شمیر ښځو نارینو ته رای ورکړي او دا د هغوی خوښه وه.

یوې رای ورکونکې شماع، وویل چې: "خوشحاله نه یم ځکه ټول کټونکونکي نارینه دي او یو شمیر یې زاړه دي. په واقعیت کې دا د تعجب وړ دي او منصفانه ندي".

تر اوسه نده څرګنده چې د قطر امیر به څه وخت انتصابي څوکۍ ډکې کړي.

دا په قطر کې د تقنیني انتخاباتو لومړنی پړاو دی چې په کې ۶۳.۵ فیصده خلکو چې د رای ورکولو واجد وو، ګډون کړی دی.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان آل‌ثاني تیره اونۍ وویل: "زمونږ نظام یو اسلامي نظام دی، خو مونږ د خپلو بشري قواو په ترکیب کې، په دولت او د عالي زده کړو په دایره کې له نارینو څخه زیاتې ښځې لرو."

ددې هیواد د روغتیا وزیره او د بهرنیو چارو وزارت ویانده ښځې دي.

له دې سره سره د بشري حقونو د څار سازمان د مارچ په میاشت کې قطر ښځو ته د ژوند د شرایطو په محدودولو تورن کړ، ځکه ددي هیواد د "سرپرستي" قانون له مخې ښخې باید په ټولو چارو کې له نارینو څخه اجازه وغواړي.

د قطر د شورا مجلس ددې هیواد د نظام د دوو عمده برخو څخه دی او د کابینې له لورې د وړاندیز شویو قوانیو په اړه تصمیم نیونکی بنسټ دی.

XS
SM
MD
LG