د لاس رسي وړ اتصالات

ریال مادرید د اسپانیا د «له لیګا» اتلولي خپله کړه


د ریال مادريد لوبډلي لوبغاړي خپل روزونکي‌ سره یوځای خپله اتلولي لمانځي
د ریال مادريد لوبډلي لوبغاړي خپل روزونکي‌ سره یوځای خپله اتلولي لمانځي

د اسپانیا د ریال مادرید فوټبال لوبډلې د شنبې په ورځ اپریل ۳۰ (غوایي لسمه) د هغه هیواد د له لیګا یا د فوټبال د لیګ اتلولي خپله کړه.

ریال مارید لوبډلي وکړای شول په خپل کورني لوبغالي سانتیاګو برناباو کې د نن ورځې په لوبه کې څلور د صفر په وړاندې د اسپانیول لوبډله ماته کړه او د ۳۵ ځل لپاره یې ددغو سیالیو اتلولي خپله کړه.

یادې لوبډلې د اسپانیا د لیګ د ګټلو لپاره یوازې یو امتیاز ته ضرورت درلود چې د لوبې په لومړۍ نیمایي کې برازیلي رودریګو دوه ګوله ووهل.

د لوبې په دویمه نیمایي کې بیا دوه نور ګولونه د مارکو اسنسیو او کریم بنزیما له خوا ووهل شول.

د مادرید لوبډلي په داسې حال کې چې د لیګ څلور نورې لوبې هم پاتې دي وکړای شول چې د جدول د دویمې لوبډلې سویا څخه د ۱۷ امتیازونو په توپیر لومړی ځالی خپل کړي. بارسلونا چې لا یې هم یوه لوبه پاتې ده، اتلس امتیازه شاته ده.

ریال مادرید لوبډله ددې جام له ګټلو وروسته اوس ډیر تمرکز د اروپا په غوره لیګ کې خپلې بلې لوبې ته چې د انګلستان له منچستر سیټي سره ده، اړوي.

منچستر سیټي ددغو لوبو د نیمه وروستي‌ پړاو لوبو په لومړۍ لوبه کې په خپل کورني لوبغالي‌ کې څلور د درې په مقابل کې ریال مادرید ته ماته ورکړه.

د ماردید لوبډل مشر کارلو انجلوتي له اسپانیول سره د لوبي په لومړي پړاو کې کریم بنزیما او وینیشیونس جونیر ته ارام ورکړ.

کریم بنزیما وکړای شول چې د نن ورځې له ګول سره په سږني فصل کې د خپلو ګولو شمیر ۴۲ ته ورسوي او د یادې لوبډلې روزونکی کارلو انجلوټي لومړی روزونکی شو چې د اروپا په پنځو سترو لیګونو کې اتلولي خپلوي.

XS
SM
MD
LG