د لاس رسي وړ اتصالات

فوټبال: الکلسیکو سیالۍ بې پایلې پای ته ورسېده


امریکا غږ هم پرون چهارشنبه د دې لوبې د ګټلو په اړه له خپلو مخاطبینو نه غیر رسمي نظر پوښتنې وکړې.
امریکا غږ هم پرون چهارشنبه د دې لوبې د ګټلو په اړه له خپلو مخاطبینو نه غیر رسمي نظر پوښتنې وکړې.

د هسپانیا د فوټبال لیګ (لالیګا) د سیالیو په لړ کې تېره شپه د الکلسیکو لوبه بې له کومې نتیجې صفر په صفر پای ته ورسېده.

لوبه د کابل پر وخت دشپې یوولس نیمې بجې د بارسلونا په کورني لوبغالي یا نیو کمپ کې پیل شوه.

د لوبې په لومړۍ نیمې کې تر ډېره د ریال مادرید لوبډلې د ګول وهلو ناکامې حملې وکړې. د دویمې نیمې په ۷۳یمې دقیقیې کې هم د ریال مادرید لوبغاړي ګرېډ بېل د بارسلونا دروازه وازه کړه خو د لوبې ریفري ګول حساب نګړ او په اف سایډ کې یې وشمېره.

تمې دا وې چې د رونالډو په نشتون کې به د بارسلونا لوبغاړي په ځانګړې توګه لیونل مسي ګول ترسره کړي خو داسې ونه شو.

امریکا غږ پرون چهارشنبه د دې لوبې د ګټلو په اړه له خپلو مخاطبینو نه په پښتو او دري فیسبوک پاڼو کې غیر رسمي نظر پوښتنې پیل کړې چې په نتیجه کې یې څه باندې ۱۵ زره کسانو نظر وکړې.

په دغې نظر پوښتنې کې لږ تر لږه ۷۴۰۰ کسانو د بارسلونا او ۶۹۰۰ کسانو د ریال مادرید ګټلو په اړه رایه ورکړی ده.

د نړۍ په کچه د فوټبال ډېر شمېر مینه وال دغو دوه لوبډلو په دوه برخو ویشلي او کله چې الکلسیکو وي میلیونونه مینه وال یې لوبه ننداره کوي.

الکلسیکو د ریال مادرید او بارسلونا د لوبډلو لوبې ته ویل کیږي چې لومړی ځل په ۱۹۰۲ زېږدیز کال کې پیل شوي او تر اوسه یې په لالیګا او نورو لیګونو کې د تیېرې شپې لوبې په شمول په مجموعي ډول ۲۷۶ سیالۍ کړي دي. دغو لوبو کې ۱۱۹ بارسلونا او ۹۹ ریال مادرید ګټلي دي او پاتې ۶۲ یې مساوي پای ته رسېدلي دي.

د اسپانیا د ۲۰۱۹ کال لالیګا د روان کال په اکټوبر میاشت کې د شلو لوبډلو تر منځ پیل شوی دی.

د تېرې لوبې په شمول بارسلونا سږ کال په لالیګا کې تر اوسه ۱۷ لوبې کړي چې ۱۱ یې ګټلي، درې یې مساوي، درې یې بایللي او په ۳۶ نمرو جدول کې لومړۍ لوبډله ده.

ریال مادرید بیا د جدول دویمه لوبډله ده، ۱۷ لوبې یې کړي، لس یې ګټلي، ۶ یې مساوي کړي او یوه لوبه یې بایللې ده.

XS
SM
MD
LG