د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د نهو هېوادونو د استخباراتي چارواکو غونډه


د افغانستان د ملي امنیت ریاست روانه اونۍ په کابل کې "له تروریزم سره د سیمه‌ییزې مبارزې" د دوه ورځنی کنفرانس د جوړېدو خبر ورکړی دی.

د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس احمدضیا سراج د پنجشنبې په ورځ فبروري ۱۸ (سلواغې ۳۰) وویل چې په دې غونډه کې د امریکا د متحده ایالاتو، پاکستان، اذربایجان، تاجکستان، قزاقزستان، قرغیزستان، ازبکستان او ترکمنستان د استخباراتو چارواکو د سیمې په کچه په استخباراتي همکاریو باندې خبرې کړې دي.

خو په دغه کنفرانس کې د ایران د استخباراتو استازي ګډون نه درلود.

د افغانستان د ملي امنیت د عمومي رئیس په وینا دغه کنفرانس د تروریزم پر ضد د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له مبارزې او د افغانستان د مشروع بنسټونو په مشرۍ د سولې له هڅو څخه د سیمې او نړۍ د هېوادونو د ملاتړ د راجلبولو لپاره رابلل شوی و.

ښاغلي سراج زیاته کړه چې د کنفرانس برخه‌والو د افغانستان، سیمې او نړۍ په کچه د تروریزم پر ګډو ګواښونو باندې خبرې وکړې او د دغو ګواښونو د له منځه وړلو لپاره یې د لارې د ګډې نقشې طرح ترتیب کړه.

د ملي امنیت عمومي رئيس همداشان وویل چې په دغه کنفرانس کې د تروریزم د تعریف په اړه اجماع، د تروریزم د ګډو ګواښونو تشخیص او مهارولو او د استخباراتي ادارو ترمنځ د اطلاعاتو د بدلولو په بهیر کې د چټکتیا پر راوستلو توافق وشو.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست څخه په یو خپور شوي بیان کې راغلي: "د ګډون‌کوونکو هېوادونو استازو له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د سیمې په کچه د افغانستان د څرګند رول پر تائیدولو سربېره، د افغانستان د ملت او دولت اندېښنې ومنلې او په سیمه کې ورځ تر بلې د تروریستي ډلو پراخېدل یې تائید کړل".

د دغه بیان له مخې د ګډون‌کوونکو هېوادونو استخباراتي چارواکو همداشان د افغانستان د دولت په مشرۍ د سولې له مذاکراتو څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست ویلي چې ټاکل شوې په راتلونکې کې هم په منظمه توګه د سیمې د هېوادونو د امنیتي او استخباراتي مشرانو غونډې جوړې شي.

XS
SM
MD
LG