د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې او شپږو نورو هېوادونو په افغانستان کې د سولې راوستو لپاره ټولنه جوړه کړه

روسیې او د افغانستان شپږو ګاونډیو هیوادونو د سه شنبې په ورځ مارچ اومه (کب ۱۶) یوه ټولنه رامنځ ته کړه چې په جګړه ځپلې افغانستان کې د دوامداره سولې د راوستو په لارو چارو بحث وکړي.

یادو هیوادونو د خپلې ټولنې په پرانیست غونډه کې د افغانستان بانک د کنګل شویو شتمنیو د آزادیدو غوښتنه وکړه، هغه پيسې چې واک ته د طالبانو په بیا رسیدو سره د متحدو ایالتونو له خوا کنګل شوي دي.

د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي د روسیې، چین، ایران، پاکستان، اوزبیکستان، تاجیکستان او ترکمنستان ځانګړو استازو په پلازمینه تاشکند کې سره ولیدل. دغه هیوادونه غواړي چې په عادي شکل د افغانستان په اړوندو مسایلو بحث وکړي.

د اوزبیکستان ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشف وویل یادې ډلې له غربي هیوادونو غوښتي دي چې د افغانستان پر کنګل شویو شتمنیو محدودیتونه لغوه کړي.

ارګاشف وویل، د یادو هیوادونو استازو ټینګار وکړ: "د افغانستان بانک د پیسو په ستنیدو سره په لومړي ګام کې د ښوونځیو، ډاکټرانو ... تنخواوي ورکړل شي او په عین حال کې له هغو وګړو څخه چې په سخت وخت کې دي، ملاتړ وشي."

د ارګاشف په وینا، د یادو هیوادونو استازو ټینګار وکړ چې د افغانستان کابو ۲۵ میلیون نفوس په لوږه او غذایي محرومیت کې ژوند کوي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستان څخه د امریکا او ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته او پر هغه هیواد د طالبانو تر بیا واکمنیدو وروسته، متحدو ایالتونو او نورو غربي هیوادونو د افغانستان ۹.۵ میلیارده ډالره کنګل کړل او د طالبانو لاسرسی یې ورته بند کړ.

له دې مبلغ څخه کابو اوه میلیارده ډالره د نیویارک په فدرال بانک کې کنګل شول.

ولسمشر جو بایډن د ۲۰۲۲ کال د فبروري میاشتې په وروستیو کې یو اجرایوي فرمان لاسلیک کړ چې د افغانستان بانک اوه میلیارده ډالره کنګل شوي پيسې یې په دوو برخو وویشتلې. یوه برخه یې د افغان بشردوستانه وجهي صندوق ته ځانګړي کړې او پاتې نیمایي یې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱ د بریدونو د قربانیانو د کورنیو د ادعاوو تر هواریدو پورې په متحدو ایالتونو کې وساتلې.

خو یو امریکایي قاضي د ۲۰۲۳ کال د فبروري ۲۱ (کب دویمه) پریکړه وکړه چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱ د پيښې د قربانیانو کورنۍ د افغانستان بانک د ۳.۵ میلیارده ډالرو د ترلاسه کیدو مستحقې ندي، هغه پریکړه چې طالبانو یې هرکلی وکړ.

ملګرو ملتونو د روان میلادي کال د فبروري په میاشت کې وویل چې په افغانستان کې شپږ میلیونه انسانان د قحطۍ له خطر سره مخ دي او له دریو څخه دوه برخې وګړي له شدید لوږي سره مخ دي چې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

This item is part of
XS
SM
MD
LG