د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې د مسکو ټایمز ویبپاڼه وتړله 


د روسيې د رسنیو د څارنې ادارې ټاپه
د روسيې د رسنیو د څارنې ادارې ټاپه

د مسکو ټایمز ورځپاڼې مقاماتو د جمعې په ورځ اپریل ۱۵ (وري ۲۶) وویل چې روسيې ددې روسي ژبې ورځپاڼې ویبپاڼه د اوکراین د جګړې په اړه د خبرونو د خپرولو په وجه تړلې ده.

د (Moscow Times) ورځپاڼې مقاماتو ویلي چې ویبپاڼه یې وروسته له هغې وتړل شوه چې روسي مقاماتو د اوکراین د جګړې په هکله ددې روسي ژبې ورځپاڼې یو خپور شوی رپوټ "درواغ'' وباله.

دغې ورځپاڼې ویلي چې د انټرنیټي خدماتو شرکتونو ددې ورځپاڼې ویبپاڼې ته لاسرسی لا دمخه څخه بند کړی و.

ورځپاڼې د روسیې د خپرونو د څارنې اداره یادداشت خپور کړی دی چې په کې ویل شوي د مسکو ټایمز ویبپاڼه اوس تړل شوې ده.

روسي مقاماتو د فبرورۍ میاشتې راپدیخوا پدې هیواد کې څو ازادې رسنۍ تړلي دي او د مسکو ددغه اقدام هدف پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل د خبري پوښښ کنترولول دي.

د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکراین باندې د روسیې د پوځي یرغل وروسته د روسیې د خپرونو د څارنې ادارې روسكومنادزور (Roskomnadzor) ټولو رسنیو ته امر وکړ چې د اوکراین د جګړې په اړه یواځې هغه معلومات او شمیرې خپرې کړي چې ددې هیواد د مقاماتو له لورې برابریري.

دغې ادارې همداشان له رسنیو غوښتي چې پر اوکراین باندې دروسیې پوځي یرغل "ځانګړي پوځي عملیات" وګڼي نه جګړه او تجاوز.

د روسي مقاماتو د دغو اوامرو په غبرګون کې ډیرو رسنیو د سرسختو مقراراتو د منلو پر ځای تصمیم ونیو چې خپل فعالیت وځنډوي.

کرملین د ازادې اروپا رادیو/ رادیو ازادي په ګډون په هغه هیواد کې د یو شمیر بهرنیو رسنیو فعالیتونه هم بند کړي دي.

پدې رپوټ کې د ازادې اروپا د ازادۍ رادیو د معلوماتو نه استفاده شوې

XS
SM
MD
LG