د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه د مسکو په برید کې د داعش په لاس لرلو شک لري


د مسکو په برید کې څه باندې ۱۳۰ تنه وژل شوي
د مسکو په برید کې څه باندې ۱۳۰ تنه وژل شوي

روسيې د دوشنبې په ورځ مارچ ۲۵ (وري شپږمه) د متحدو ایالتونو په هغو «اطلاعاتو» شک څرګند کړ چې وايي د مسکو برید د داعش ډلې کړی او هغوی دا برید طرحه کړی و.

روسیې تور لګولی دی چې متحده ایالتونه په دې ډول د اوکراین مسائیل پټوي.

د جمعې په ورځ په مسکو کې د موسیقۍ د کانسرت په یو هال او صالون کې وسله وال برید وشو چې ۱۳۷ تنه په کې ووژل شول او ۱۸۲ نور ژوبل شول.

دا په تېرو دوو لسیزو کې په روسیې کې تر ټولو خونړی برید بلل کېږي.

د داعش ډلې ادعا کړې ده چې دا برید هغوی کړی دی. متحده ایالتونه هم باور لري چې برید دغې ډلې کړی او هغوی د میاشتې په سر کې د ترهګریز برید په اړه خبرداری ورکړی و.

خو مسکو شک څرګند کړی چې دا کار به داعش کړی وي. د کرملین ویاند دمیترې پیسکوف د روسیې د «کومسومولسکایا پراودا» ورځپاڼې ته په یوې مقالې کې ویلي دي چې متحده ایالتونه په کیف کې د «خپل دریځ د ساتلو لپاره داعش» مخې ته کوي.

هغه خپلو لوستونکو ته ور په یاد کړي چې واشنګټن په ۱۹۸۰کال کې په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د لښکرو په ضد د افغان مجاهدینو ننګه کوله، هغه «جهاد» چې په پایله کې یې پخوانی شوروی اتحاد ناکام او بیا ړنګ شو.

دوو امریکايي مقاماتو د همدغې تېرې جمعې په ورځ وویل چې متحده ایالتونه داسې اطلاعات په لاس کې لري چې د مسکو په برید کې د داعش لاس لرل او مسئولیت تائیدوي.

د کرملین ویاند دیمتري پسکوف هم خبریالانو ته ویلي په داسې حال کې چې تحقیقات روان وي، روسیه په برید کې د داعش د ادعا او د متحدو ایالتونو د اطلاعاتو په اړه څرګندونې نه شي کولای. وايي دا حساس معلومات دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم په عام محضر کې په برید کې د داعش د لاس لرلو په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده. هغه وویل چې د برید په شک ۱۱ کسان نیول شوي دي. روسي مقامات وايي چې په نیولو شویو کسانو کې یې څلور د تاجیکستان اتباع دي.

د تاجیکستان ولسمشر له ولادیمیر پوتین سره په تیلیفون کې خبرې کړې دا برید یې غندلی دی او ویلي دي چې «ترهګر ملت او مذهب» نه لري. په رسنیو کې د برید په شک د څلورو نیول شویو کسانو تصویرونه خپاره شوي چې په مخونو یې د وهلو ټکولو او شکنجې نښې ښکاري. که په دغو کسانو باندې ثابت شي چې برید کې شامل وو، ممکن د ټول عمر بند له سزا سره مخامخ شي.

متحدو ایالتونو او نورو هېوادونو په مسکو کې دا برید غندلی دی. د داعش ډله، چې مخکې یې په عراق او سوریې کې خپل «خلافت» اعلان کړی و، په تاجیکستان او ځینو نورو هېوادونو کې فعاله بلل کېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG