د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې د یوې خپلواکې ورځپاڼې د نشراتو جواز لغوه کړ 


د نووایا ګزیتا ورځپاڼه
د نووایا ګزیتا ورځپاڼه

د روسیې یوې محکمې د دوشنبې په ورځ سپتمبر پنځمه (وږي ۱۴) ددې هیواد د یوې تحقیقاتي ورځپاڼې «نووایا ګزیتا» د نشراتو جواز لغوه کړ.

د نووایا ګزیتا مسول مدیر دیمیتري موراتف تیر کال د امریکایي ژورنالستې ماریا ریسا سره په ګډه د «د بیان د ازادۍ د ساتلو د هڅو» په خاطر د نوبل جایزه ګټلې وه. د روسیې د محکمې دغه اقدام ددې هیواد پر خپلواکو رسنیو باندې وروستی ګوزار دی.

دا اعلان پداسې حال شوی چې ټاکل شوې د مسکو یوه بله محکمه ددې هیواد د دفاعي چارو د پخواني خبریال ایوان سفرونوف د قضیې په اړه پریکړه اعلان کړي. هغه د خیانت د جنجالي تورونو په وجه د ۲۴ کاله بند سزا سره مخامخ دی.

د روسیې خپلواکې رسنۍ په وروستیو کلونو کې له بې ساري فشار سره مخ دي او روسي مقاماتو په اوکراین باندې د روسي ځواکونو د فبرورۍ د میاشتې د ۲۴ له یرغل وروسته فشار نور هم زیات کړی دی.

د اوکرایین د جګړې په اړه د راپورنو او معلوماتو د خپرولو په اړه د یو لړ محدودیتونو له امله په روسیه کې ټولې خپلواکې رسنۍ تړل شوي او یا یې خپل کورني فعالیتونه ځنډولي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر ویاندې روینا شمداساني ویلي، دا پرېکړه "د روسیې د رسنیو پر خپلواکۍ یو بل ګوزار دی".

په یو بیان کې، محکمې د روسیې د رسنیو د څار ادارې لخوا د قانوني پروسې د تعقیب پریکړه تایید کړه. د روسیې د رسنیو د څار اداره همداشان غواړي چې د نویا ګزیتا ویبپاڼه او یوه چاپي مجله چې د جولای په میاشت کې یې کار پیل کړی هم وتړي. پدې هکله د همدې میاشتې په وروستیو کې د محکمې دوه غونډې پلان شوې دي.

د دوشنبې په ورځ د محکمې دغه حکم د پخواني شوروي اتحاد د وروستي مشر میخایل ګورباچوف له مړینې یوه اونۍ وروسته وشو، چې د ۱۹۹۰ لسیزې په لومړیو کې یې د نووایا ګزیتا په بنسټ ایښودلو کې مرسته کړې وه.

د نووایا ګزیتا مسول مدیر دیمیتري موراتوف د شنبې په ورځ په مسکو کې د ګورباچوف د جنازې د مراسمو مشري وکړه.

د میډیازونا خبري ویب پاڼې راپور ورکړی چې مراتوف د محکمې د دوشنبې د پریکړې وروسته وویل چې دا ورځپاڼه به د محکمې د پریکړې په اړه د استیناف غوښتنه وکړي. هغه د محکمې پریکړه "سیاسي" او "پرته له کوم قانوني اساس څخه" بللې ده.

نووایا ګزیتا په تیرو کلونو کې د خپل خپلواک دریځ او تحقیقاتي پوښښ په وجه دروند قیمت ادا کړی دی.

له ۲۰۰۰ کال راهیسې، د دې ورځپاڼې شپږ خبریالان او مرسته کوونکي د خپل کار په تړاو وژل شوي، چې په کې لوړپوړې تحقیقاتي خبریاله انا پولیتکوفسکایا شامله ده.

XS
SM
MD
LG