د لاس رسي وړ اتصالات

د سمرقند غونډه کې افغانستان کې د همه شمول حکومت په جوړولو او ښځو د کار او تعلیم په غوښتنې ټېنګار وشو


د غونډې ګډونوال
د غونډې ګډونوال

نن پنجشنبه اپریل ۱۳ (وري۲۴) اوزبیکستان د افغانستان په اړه د دغه هېواد د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د څلورمې غونډې کوربه و.

د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې لیکلي دي چې د سمرقند په غونډه کې د کوربه هېواد، چین، ایران، ‌پاکستان، روسیې، تاجیکستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیرانو برخه اخیستې وه.

اعلامیه وايي چې ګډونوالو د افغانستان په اوسني وضعیت او له موجوده واکمنانو څخه د نړیوالې ټولنې د مهمو غوښتنو چې «د همه شمول حکومت جوړول، افغان ښځو ته د کار او تعلیم د فرصتونو برابرول او د اقلیتونو د حقونو ضمانت کول» په کې شامل دي، بحثونه وکړل.

طالب واکمنان وايي چې حکومت یې همه شمول دی او ښځو او نورو ته هم د «شرعیت په چوکاټ» کې حقوق ورکوي. دا په داسې حال کې ده چې په تازه اقدام کې طالبانو په افغانستان کې په ملګرو ملتونو کې د ښځو په کار هم بندیز لګولی دی، چې دغه سازمان دا بندیز غندلی دی.

ملګرو ملتونو ویلي دي چې د ښځو له موجودیت پرته به اړمنو خلکو ته د بشري مرستو رسول سخت شي او د طالبانو دا ډول بندیزونه به په عمومي ډول بشري چارې زیانمنې کړې. د سمرقند په غونډه کې هم له افغانانو سره «د بشري مرستو د برابرولو لپاره یو عملي ګډ میکانیزم جوړول او د دغه هېواد د اقتصاد بیا رغول» مهم ګڼل شوي.

په غونډه کې د نړیوال تروریزم، د نشه یي توکو د کښت او مبارزېې په برخه کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د لا قوي‌ اقداماتو په ارزښت بحث وشو. تر دغې غونډې مخکې ایران، ‌پاکستان،‌روسیې او چین په یوې څلور اړخیزې غونډې کې ټېنګار کړی و چې «د داعش، القاعدې، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ، تحریک طالبان پاکستان، د بلوچستان د ازادۍ ځواک، جیش العدل او داسې نورې ټولې ترهګرې ډلې، چې په افغانستان کې دي، د سیمې او نړۍ امنیت ته جدي ګواښ» دی.

دغو هېوادونو له طالبانو څخه غوښتي چې د هغوی ډلو په ضد کلکه مبارزه وکړي چې دا هېوادونه یې خپلې خاورې او امنیت ته خطر ګڼي.

د طالبانو تر بیا واکمن کېدو مخکې د افغانستان مخکني حکومت چارواکو دا خبره کړې وه چې دوی یوازې له طالبانو سره نه، بلکې له شاوخوا ۲۰ نورو ترهګرو ډلو سره هم په جګړي بوخت دي. طالبان وايي چې په ټول افغانستان باندې حاکم دي، داعش یې ځپلې هېڅ یوې ډلې ته به اجازه ورنکړي چې له دغې خاورې څخه د بل هېواد په ضد استفاده وکړي.

په غوډه کې همدغه راز افغانستان د مرکز او جنوبي اسیا د اتصال نقطه بلل شوی او ګډونوالو په دغه هېواد کې د بیارغونې او اقتصادي پروژې په عملي کولو ټېنګار کړی او ویلي دي ‌چې په دې کار سره به هم افغانانو ته کارونه پیدا شي او هم به دا هېواد به د سیمې له اقتصادي پروسې سره یو ځای شي.

طالبان وايي چې د امیر خان متقي په مشرۍ یې یو پلاوی د سمرقند غونډې ته تللی، خو د غونډې خپاره شویو تصویرونو کې نه د طالبان بیرغ لیدل کېږي او نه یې هم کوم استازی ښکاري.

طالبانو امیر خان متقي ته منسوب یو غږیز پیغام او همدغه راز یو بیان خپور کړی دی او ویلي دي دا خبرې یې د سمرقند په غونډې کې کړې دي.

په بیان کې د متقي له خولې د غونډې ګډونوالو ته ډاډ ورکړل شوی چې دوی «هېڅ فرد او یا ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د سیمې او یا د نړۍ د کوم هېواد پرخلاف وکاروي او یا په افغانستان کي د مخدره توکو کښت یا قاچاق وکړي».

دا د خپل ډول څلورمه غونډه ده چې د افغانستان په اړه جوړېږي. په تېرې غونډې کې طالبان نه وو بلل شوي. تازه غونډه یې د فبرورۍ په اتمه په مسکو کې وه چې د چین، هند، ایران، تاجیکستان، قزاقستان، قرغیزستان، پاکستان او اوزبیکستان د هیوادونو د ملي امنیت چارواکو ګډون کړی و.

XS
SM
MD
LG