د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي یو نارینه د خپلې همکارې سره په ډوډۍ خوړلو نیولی


د سعودي عربستان چارواکو یو مصری تن هغه وخت ونیوه چې هغه په یو هوټل کې د خپلې همکارې سره یوځاې د سح‏ر چاې کوله

د مصر سره تعلق لرونکي یو کس د خپلې همکارې سره په هوټل کې یوځای د سحر چاې او خوړو ویډیو په ټولنیزو رسنیو خپره کړه چې دغه په زرگونو خلکو ولیده او شریکه یې کړه.

د سعودي عربستان چارواکو د دغې ویډیو د خپریدو نه وروسته د هوټل مصری کارکونکی ونیوه او هوټل ته یې خبردارې ورکړ چې اینده دا ډول کار ونکړي.

په دغه ویډیو کې لیدل کیږي چې دغه سړی او ښځه یو ځای سره ډوډۍ خوري او کیمرې ته لاس هم وخوځوي.

د یادونې وړ ده چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان پدغه هیواد کې د انساني اساسي حقونو په لړ کې د بهترۍ لپاره ځینې اقدامات کړیدي. بدې لړ کې یو اقدام ښځو ته د موټرو چلولو اجازه ورکول و.

خو په سعودي عربستان لدې کبله اوس هم سختې نیوکې کیږي چې په ملک کې د ښځو د وضعیت د ښه کولو په اړه ډیرو نورو اقداماتو ته ضرورت لري.

XS
SM
MD
LG