د لاس رسي وړ اتصالات

په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ اوم پړاو مذاکرات


د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د اسوشیتید پرس اژانس ته تائید کړې چې د طالبانو او امریکایي پلاوي ترمنځ خبرې نن شنبه د جون په ٢٩ پیل شوي دي.​

د امریکایي پلاوي او طالبانو ترمنځ په دوحه کې خبرې څو ورځې وروسته له هغې پیل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وویل واشنگټن هیله من دی چې د سپتمبر تر لومړۍ نیټې پورې د افغان سولې یو تړون ترلاسه شي.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پرون جمعه پر خپل ټوېټر لیکلي و چې "سبا د هفتې په ورځ به له امریکایي پلاوي سره د اسلامي امارت د مذاکراتي ټیم لخوا د قطر په مرکز دوحه کې د اووم دور مذاکرات پیل شي."

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د «جون پر ۲۹مه» د یادو مذاکراتو د پیلېدو خبر ورکړی و.

افغان حکومت او د سولې عالي شورا لا وار له مخکې دغو مذاکراتو ته د خوشبینۍ په ښودلو سره ویلي چې تمه ده په دغه اوم پړاو مذاکراتو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو زمینه برابره شي.

د افغان حکومت د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون نن شنبه د «جون پر۲۹مه» امریکا غږ ته وویل:"هیله مندي داده چې له دې ناستې وروسته زمینه دې برابره شي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ رسماً مذاکرات پیل شي."

د اجرائیه ریاست ویاند تمه وښودل چې په یاده ناسته کې د دواړو لورو ترمنځ پر څلورو مسلو باندې بحثونه وروستي شي، ترڅو د سولې په برخه کې عملي ګامونه واخیستل شي.

تر دې مخکې خلیلزاد ویلي وو چې د سولې موافقه به څلور جامع برخې ولري چې پکې د ترهګرۍ د مخنیوي باورتیا، د عسکرو وتل، بین الافغاني مذاکرات چې یو سیاسي جوړجاړي ته لاره هواره کړي او پر یو هر اړخیز او تلپاتي اوربند موافقه شامله ده.

که څه هم د سولې د تر شویو مذاکراتو په هکله بیلابیل نظرونه شته، خو خلیلزاد ویلي تر هغې چې په پورتنیو مسلو موافقه شوې نه وي، په هیڅ شي موافقه نه کیږي.

بلخوا له طالبانو سره د سولې خبرو له تودېدو سره هم‌مهاله افغان حکومت هم دې چارې ته لوړ دولتي پوست رامنځته کړ.

ولسمشر محمد اشرف غني نن شنبه د یوه حکم له مخې د خپل دفتر مشر عبدالسلام رحیمي د سولې په چارو کې د دولت د وزیر او ځانګړي استازي په توګه وټاکه.

XS
SM
MD
LG