د لاس رسي وړ اتصالات

سراج الدین حقاني د لومړي ځل لپاره د رسنیو په وړاندې را ښکاره شو


د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د لومړي لپاره په یوه عمومي غونډه کې د رسنیو پر مخ ښکاره شو او وینا یې وکړه.

د سراج الدین حقاني نوم د حقاني شبکې د یو لوړپوړي مشر په توګه د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په تور لېست کې شامل دی او د متحده ایالاتو د فدرال تحقیقاتي ادارې (اف‌بی‌آی)د تعقیبونکو اشخاصو له جملې څخه دی.

پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته د طالبانو رهبر ملا هبت الله اخندزاده سراج الدین حقاني د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه وټاکه، هغه تر دا مهاله د رسنیو پر مخ نه و راښکاره شوی.

ښاغلي حقاني نن شنبه په کابل کې د پولیسو اکاډمۍ څخه د پخواني حکومت د افسرانو د دیارلسمې دورې فراغت غونډه کې وویل چې اوس مهال په دغه هیواد کې «اشغال» پای ته رسېدلی او طالبانو نړیوالې ټولنې ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان له خاورې څخه به نورو هیوادونو ته هیڅ کواښ پېښ نشي.

هغه پر افغانستان د طالبانو حاکمیت ته په اشارې وویل، دوی هڅه کوله چې واک په دغه هیواد کې د خبرو له لارې په سوله ییز ډول انتقال شي او د ویجاړۍ مخه ونیول شي. خو نوموړي وویل چې داسې ونه شول.

په داسې حال کې چې د طالبانو لخوا په کابل او ځینو ولایتونو کې د کورونو د تلاشۍ په اړه انتقادونه هم شته، خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست وویل چې دغه کار د خلکو د امنیت د تینګښت په هدف تر سره کیږي.

هغه له طالبانو څخه وغوښتل چې د تلاشۍ پرمهال باید خلک ورڅخه په تکلیف او ازار نشي.

سراج الدین حقاني په ۲۰۰۸ کال په جنورۍ میاشت کې په کابل کې پر یو هوټل تر برید وروسته چې په هغه کې د یو امریکايي وګړي په ګډون شپږ تنه ووژل شول، د امریکا فدرال تحقیقاتي ادارې د هغه د پيدا کولو هڅه کوله.

ویل کیږي چې د طالبانو د کابینې دغه شخص په افغانستان کې د امریکايي او نړیوال ایتلاف پر ضد ګڼو بریدونو کې لاس درلود او هغه همدارنګه په ۲۰۰۸ کال کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د ترور په هڅې هم تورن دی.

حقاني شبکې په تیرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې د نړیوال ایتلاف او تیر حکومت پر ضد مرګونې بریدونه تر سره کړي دي او همدارنګه په هدفي وژنو او د بهرنیو وګړو په اختطاف باندې هم تورنه ده.

XS
SM
MD
LG