د لاس رسي وړ اتصالات

بلخ کې د څو هیوادونو قونسلګریو خپل فعالیتونه درولي


عکس (مزارشریف)
عکس (مزارشریف)

په بلخ ولایت کې د امنیتي وضعیت په خرابېدو سره ترکیې، پاکستان او ایران د خپلو قونسلګریو فعالیت درولی او د خپلو نمایندګیو دروازې یې تړلي دي.

د رپوټونو له مخې دغه قونسلګریو د بلخ ولایت د یو شمېر ولسوالیو تر سقوط وروسته د افغانستان اوسېدونکو ته د وېزو ورکول بند کړي او خپل دپلوماتان یې کابل ته غوښتي دي.

د بلخ والي محمد فرهاد عظیمي وايي، که څه هم دوی د دغه دپلوماتیکو نمایندګیو د امنیت په اړه ډاډ ورکړی دی، خو په وینا یې د وضعیت په اړه د اندېښنې په وجه دغو هیوادونو د وېزې ورکولو خدمات بند کړي دي.

ښاغلي عظیمي نن یکشنبه جولای څلورمه (چنګاښ ۱۳) وویل: "موږ که څه هم د دغه قوسلګریو د امنیت د ټینګښت په اړه پوره ډاډ ورکړ، د هغوی ځینو کسانو زموږ سره اړیکه ونیوله، کوم څه چې د وضعیت په اړه واقعیت وو له هغوی سره مې شریک کړ، ځینو وویل چې له خپلو سفارتونو سره د مشورې لپاره کابل ته ځي او ځینو په دې خاطر خپلې قونسلګرۍ پریښي دي."

ځینو سرچینو ویلي چې په بلخ ولایت کې د ازبکستان، قزاقستان او ترکمنستان هیوادونو قونسلګریو هم افغانانو ته د وېزې ورکولو خدمات محدود کړي دي.

بلخ د افغانستان په شمال کې له مهمو ولایتونو څخه دی او پدې خاطر د یو شمېر هیوادونو قونسلګرۍ پکې موجودې دي.

پر همدې مهال په بلخ کې د ازبکستان هیواد د قونسلګرۍ مسؤلین وایي چې په دې وروستیو کې د هغه هیواد سیاحتي وېزې یې محدودې کړي دي.

په بلخ کې د ازبکستان قونسل جعفر فتاح یوف وویل: "په واقعیت سره محدودیتونه وضعه شوي دي زموږ فعالیت روان دی، خو اوضاع ډاډمنه نه ده، اندېښنې شته او تر دا مهاله موږ ته کومه لارښوونه نه ده شوې."

په بلخ ولایت کې د ځینو قونسلګریو د وېزو څانګو تړل کېدو د بلخ ولایت اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.

په بلخ ولایت کې د حیرتان بندر هم له تیرو دوو اونیو راپدېخوا د خلکو د تګ راتګ پر مخ بند شوی، خو د سوداګرو د مالونو د انتقال پر مخ خلاص دی.

XS
SM
MD
LG