د لاس رسي وړ اتصالات

د سریلانکا ولسمشر تښتیدلی؛ اعتراض کوونکي یې کور او دفتر ته ننوتي دي 


د سریلانکا اعتراض کوونکي
د سریلانکا اعتراض کوونکي

د سریلانکا ولسمشر ګوټبایا راجاپاکسا د شنبې په ورځ جولای نهمه (چنګاښ ۱۸) لږ مخکې تر هغه له خپلې دولتي ماڼۍ څخه وتښتید چې د اقتصادي کړکیچ په وجه پاریدلو اعتراض کوونکو یې پر کور او دفتر برید وکړ.

په زرګونو کسانو د سریلانکا د مشر کور محاصره کړی و او د هغه د استعفا غوښتنه یې کوله. هغوی د نوموړي حکومت په ناسم مدیریت تورنوي چې د میاشتو راهیسې یې ددې هیواد ۲۲ میلیون خلک له سخت اقتصادي کړکیچ سره مخامخ کړي دي.

کله چې خلک د جمهوري ریاست ماڼۍ دروازې ته ورسیدل د ماڼۍ ساتونکو تر هغه چې ولسمشر راجاپاکسا په امن کې وایستل شو د هغوی د تم کولو په مقصد هوایي ډزې وکړې.

د سریلانکا د دفاعي چارو یو لوړپوري مقام د فرانس پرس اژانس ته وویل چې «ولسمشر امن ځای ته انتقال شوی دی...هغه لا هم ولسمشر دی او د پوځ یو ټولګي یې امنیت نیولی دی».

هغه تصویرونه چې په ژوندۍ بڼه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي ښیي چې په سلګونو کسان د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې ګرځي راګرځي او یو شمیر یې د ماڼۍ په ډنډ کې لامبي.

یو شمیر نور بیا لیدل کیږي چې د جمهوري ریاست د ماڼۍ د هستوګنځای په شانداره دولتي بسترونو کې غزیدلي دي.

یو دولتي مقام د فرانس پرس اژانس ته ویلي چې «مونږ لارښونو ته انتظار یو، مونږ لا هم نه پوهیږو چې هغه [ولسمشر] چیرته دی، خو مونږ پوهیږو چې هغه د سریلانکا د سمندري پوځ سره په امن کې دی.»

خصوصي تلویزیونونو د موټرو د یو کاروان تصویرونه خپاره کړي چې ګواکې د سریلانکا ولسمشر په کې سپور دی او نړیوال هوایي ډګر ته ځي، خو دا نده تائید شوې چې هغه دې له هیواد نه وتلی وي.

لږ وروسته له هغې چې خلکو د جمهوري ریاست په ماڼۍ یرغل وکړ، د راجاپاکسا نژدې پروت دفتر هم د اعتراض کوونکو لاس ته ورغی. امنیتي ځواکونو هڅه وکړه چې هغه خلک خواره واره کړي چې د کلمبو ښار په دولتي ساحې یې حمله کړې ده.

د کلمبو ښار د مرکزي روغتون یوې ویاندې ویلي چې درې تنه په ډزو له لګیدلو وروسته روغتون ته انتقال شوي او ۳۶ نور د اوبلن ګاز د استعمال په وجه ټپیان شوي دي.

د سریلانکا صدراعظم رانیل ویکرمسینګها چې د ولسمشر د استعفی په صورت کې به د جمهوري ریاست چارې پرمخ بیایي د کابینې بیړنۍ غونډه ورغوښتې چې د سیاسي بحران لپاره په یو چټک تصمیم» غور وکړي.

XS
SM
MD
LG