د لاس رسي وړ اتصالات

اقتصادي کړکیچ او اعتراضونه؛ د سري لانکا صدر اعظم استعفا وکړه 


د سري لانکان صدراعظم استعفا وکړه
د سري لانکان صدراعظم استعفا وکړه

د سري لانکا صدراعظم مهیندا راجاپاکسا نن دوشنبه مۍ نهمه (غوايي ۱۹) استعفا وکړه، په دغه هېواد کې له څو اونیو راهېسې مظاهرې روانې وې چې د هغه او د هغه د ورور ولسمشر ګوتابایا راجاپاکسا استعفاوې یې غوښتلې.

په سري لانکا کې چارواکي وايی چې صدراعظم خپله استعفا نن ولسمشر ته استولې ده.

په همدې حال کې حکومت پلویو مظاهره کوونکیو د حکومت ضد مظاهره چیانو باندې برید کړی او شاوخوا ۲۰ تنه یې ژوبل کړي دي.

پولیسو د مظاهرو او شخړې د مخنیوي لپاره اوښلن ګاز کارولی او تر نا معلومې مودې پورې یې ګرځبندیز اعلان کړی دی.

په سريلانکا کې څو میاشتې کېږي چې خلک د تیلو، غوړیو، ګازو، خوراکي موادو او درملو د ترلاسه کولو لپاره په اوږدو اوږدو کتارونه کې ولاړ وي. دا ټول مواد له بهر څخه واردېږي. د تیلو د کموالي له کبله په سريلانکا کې د ورځې څو ساعته برېښنا هم نه وي.

له همدې کبله مظاهرې پیل شوې او مظاهره کوونکي تر ډېره د ولسمشر راجاپاکسا په کورنۍ باندې په غوصه دي، چې له شاوخوا دوو لسیزو راهېسې په دې هیواد کې، واکمنه ده. دوی دواړه د تامیل پړانګانو خلاف د جګړې د ګټلو مخکښان بلل کېږي.

مظاهره چیانو د حکومت د مشرانو استعفاوې او د پارلمان منحل کېدل غوښتل.

سریلانکا د دیوالي کېدو په درشل کې ده او پورونه یې ۲۵ میلیارد ډالرو ته رسېدلي دي او نژدې اوه میلیارده پور باید سږکال ورکړي. همدغه راز بهرنۍ زیرمې یې هم کمې شوې دي.

په همدې حال کې د خوراکي موادو او تیلو د اخیستلو لپاره د سريلانکا حکومت چین او هند ته مراجعه کړې ده چې اضطراري پورونه ورکړي.

منتقدین د راجاپاکسا وروڼه تورنوي چې د داسې پروژو لپاره یې ډېر پورونه ترلاسه کړي چې ګټه نلري، د بېلګې په توګه دوی یو بندري تاسیسات یادوي چې د چین په پور اباد شوی خو د دوی په ادعا کومه ګټه وټه نلري.

د مظاهرو له کبله د کابینې ځینو غړو هم استعفاوې کړې.

XS
SM
MD
LG