روسیې په سوریې کې په جنگ کې د لنډې وقفې خواست کړی و چې په دوهمه ورځ هم عملې شو خو په دغې وقفې کې په دغو سیمو کې د جنگ د لاسه بند ملکیان ونه وتل.
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتن د سوریې د حکومت په مخالفو قواوو تور لگولی چې هغوي ملکیان یرغمل نیولي دي او د وتلو لار ورته نه ورکوي. پوتن وویل چې روسیه به د یاغیانو دغه چلند د ډیر وخت لپاره ونه زغمي.
د سوریې ځمکنیو قواوو د اوربند په وخت هم د غوطې په سیمې کې عملیات کړیدي.
روسیې د غوطې په سیمې کې د جنگ په دوران کې هره ورځ د ٥ ساعتونو د اوربند خواست کړیدي او وایي چې هغه خلک چې په دغه سیمه کې بند پاتې دي، هغوي ته دې موقع ورکړل شي چې خوندي سیمو ته لاړ شي. خو تراوسه پورې نه خو دغې سیمې ته بشري مرستې رسیدلي او نه هم په جگړو کې بند ملکیان د دغې سیمې نه وتلي دي.
د سیمې اوسیدونکي وایي چې هغوي په دغه تړون اعتبار نه کوي. ملگرو ملتونو هم دغه تړون غندلی دی او وایي چې دغه موافقه د هغو خلکو د ژوند هیڅ ضمانت نه ورکوي چې د دغو سیمو نه وتل غواړي.
د یادونې وړ ده چې د سوریې د غوطې په سیمې کې د تیرو دوو اونیو په سختې جگړې کې د ٥٠٠ نه زیات ملیکان وژل شویدي چې زیاتره پکې ښځې او ماشومان دي.