د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د 'افغانستان انټرنیشنل' پر خپرونو بندیز اعلان کړ


 د افغانستان انټرنیشنل چلوونکو ویلي دي چې د طالبانو بندیز به یې پر فعالیتونو اغېز ونکړي.
د افغانستان انټرنیشنل چلوونکو ویلي دي چې د طالبانو بندیز به یې پر فعالیتونو اغېز ونکړي.

په افغانستان کې پر رسنیو باندې د طالبانو د بندیزونو په لړ کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پنجشنبې په ورځ مۍ ۹ (غوايي ۲۰) د بریتانیا میشتې خبري رسنۍ "افغانستان انټرنیشنل" پر خپرونو بندیز اعلان کړ.

ددغه وزارت په چوکاټ کې د رسنیو د تخطیو د ارزونې کمیسیون په یوه خبرپاڼه کې، له دې خبري رسنۍ سره د هر ډول همکارۍ د نه کولو خبر ورکړی دی.

د کمیسیون په اعلامیه کې ویل شوي: " ټول شنونکې، کارپوهان او خبریالان دې له دوی سره به بحثونو کې له ګډون او هرډول همکارۍ ډډه وکړي او همداراز په عامه ځایونو کې نوموړې رسنۍ ته د خپراوي د اسانتیاوو برابرول ممنوع دي."

د افغانستان انټرنیشنل رادیو او تلویزیون د افغانستان په اړه خپرونې کوي او په دغه هېواد کې لیدونکي او اورېدونکي لري.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په اعلامیه کې پر افغانستان انټرنیشنل تور پورې شوی چې په خپلو خپرونو کې "بېلابېلو قومي، ژبنیو او سیمه ییزو تعصبونو ته لمن وهي" او د حاکم نظام او ټیکاو په خلاف خپرونې کوي.

په اعلامیه کې لس موارد ذکر شوي چې له کبله یې د افغانستان انټرنیشنل پر خپرونو بندیز لګول شوی دی. په دغو مواردو کې پر افغانستان انټرنیشنل د ناسمو معلوماتو خپرولو او "شخصیت وژنې" تور پورې شوی او دا چې په خپرونو کې "له افغاني ارزښتونو او دیني غوښتنو" سرغړونه کوي.

خو د افغانستان انټرنیشنل چلوونکو دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې طالبان هڅه کوي له خبرونو خلک لیرې وساتي.

ددغې خبري رسنۍ اجرائیوي رئیس هارون نجفي زاده د ازادۍ راډیو ته په یو لیکلي پیغام کې ویلي چې د طالبانو دا اقدام به د دوی پر فعالیتونو کوم اغېز ونه کړي.

نجفي زاده ویلي چې طالبان غواړي پر ازادو رسنیو فشار راوړي ترڅو مسلکي معیارونه له پامه وغورځوي.

د طالبانو حکومت تېره میاشت د "نور" او "بریا" په نوم د دوو تلویزیونونو پر خپرونو بندیز ولګاوه. له دې وړاندې په افغانستان کې د امریکا غږ او ازادۍ راډیو پر خپرونو هم بندیزونه لګول شوي وو.

د ۲۰۲۱ په اګست کې له بیا واکمن کېدو راهیسې طالبانو په افغانستان کې پر رسنیو ګڼ بندیزونه لګولي دي. د بې سرحده خبریالانو د راپور په اساس، په تیرو څه باندې دوو کلونو کې ۲۱۹ تصویري، غږیزې او چاپي رسنۍ تړل شوي او په لوی شمیر د رسنیو کارکوونکي له افغانستان څخه بهر ته کډه شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG