د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو لوګر کې د سولې ولسي حرکت شپږ غړي خوشې کړي


د سولې ولسي حرکت غړو د ۱۳۹۷ لمریز کال په لومړیو کې د هلمتد ولایت مرکز لښکرګاه څخه د سولې د ټینګیدو لپاره خپل حرکت پیل کړی دی.
د سولې ولسي حرکت غړو د ۱۳۹۷ لمریز کال په لومړیو کې د هلمتد ولایت مرکز لښکرګاه څخه د سولې د ټینګیدو لپاره خپل حرکت پیل کړی دی.

د سولې د ولسي حرکت چارواکي وايي، چې وسله والو طالبانو نن د شنبې په ورځ ( تلې ۲۷ مه) د دغه حرکت شپږ غړي د لوګر ولایت مرکز سره نږدې د شاوخوا اوو ساعتونو لپاره په بند کې د ساتلو وروسته خوشې کړي دي.

د سولې د ولسي حرکت ویاند بسم الله وطندوست رسنیو ته په یو استولي ویډیوي پیغام کې ویلي وو، چې د دغه حرکت شپږ غړي د لوګر مرکز پل عالم څخه د شهرک سیمې ته په لار وو، چې د ښاغلي وطندوست پر وینا وسله والو طالبانو یې مخه نیولې او له ځان سره يې پورته کړي وو.

ښاغلي وطندوست وویل:"پل عالم څخه د شهرک سیمې ته په لار وو په غونډه کې یې برخه اخیستله، چې دا پیښه رامنځ ته شوې ده. تراوسه پورې نه ده معلومه، چې طالبانو ولې دغه کسان پورته کړي او کومې سیمې ته یې له ځان سره وړي دي".

خو د سولې د ولسي حرکت ویاند نن مازیګر په یو بل پیغام کې د خپلو ملګرو د خوشې کیدو خبر ورکړی او ویلي دي، چې طالبانو د دغه حرکت شپږ تنه غړي د شاوخوا د اوو ساعتونو لپاره بند کې د ساتلو وروسته بیرته خوشې کړي دي.

تراوسه طالبانو د ولسي حرکت د غړو نیول کیدل نه دي تائید کړي.

د دغې پیښې وړاندې طالبانو د روان لمریز کال د وږې په میاشت کې په هلمند کې د سید رحیم په نوم د دغه حرکت یو غړی د نهو ورځو لپاره په خپل بند کې ساتلی وو.

همداشان کله، چې د دغه حرکت غړو د بغلان له لارې د بلخ ولایت په لور سفر درلود طالبانو د بغلان په ډنډ غوري ولسوالۍ کې د دغه حرکت یو شمیر غړي د یو څه وخت لپاره ځان سره ساتلي وو.

د هلمند د سولې ولسي کاروان په نوم د مدني ټولنې د یو شمیر ځوانانو خوځښت د تیر ۱۳۹۷ لمریز کال په سر کې پیل شو، چې بیا وروسته یې د سولې ولسي حرکت نوم خپل کړ.

د دغه حرکت غړو هغه مهال شهرت وموند، چې د لښکرګاه څخه یې د کندهار پر لار کابل ته او بیا له کابل څخه د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ته په پښو سفرونه پیل کړل.

د حرکت غړي وايي هدف یې په افغانستان کې د جګړې بندیدل او د سولې د پیغام خپرول دي.

XS
SM
MD
LG