د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل برید د پنځو بریدګرو په وژلو سره پای ته ورسېد ـ کورنیو چارو وزارت


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې د وسله والو طالبانو ډله ییز برید د پنځو بریدګرو په وژلو سره پای ته ورسېد.

نن دوشنبه سهار ۸ بجې او ۵۰ دقیقې د کابل ښار د شپاړسمې حوزې اړوند د پل محمود خان په سیمه کې لومړی موټر بم چاودنه شوې او وروسته څو تنه وسله وال یوې ودانۍ ته تر پورته کېدو وروسته له افغان سرتېرو سره نښته پیل کړه.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې پنځه واړه وسله وال وژل شوي او دا مهاله په سیمه کې تصفیوي عملیات روان دي.

افغان چارواکو همدارنګه تر اوسه نه ده روښانه کړې چې طالبانو پر کومو دولتي تاسیساتو باندې برید کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په پېښه کې وژل شوي او ټپیان ټول ملکي وګړي دي چې وروسته به یې کره شمېر اعلان شي.

یاد برید څه باندې ۷ ساعته دوام وکړ.

د کورنیو چارو وزارت که څه هم د یاد برید د پای ته رسېدو خبر ورکوي، خو اوس ماځیګر شپږ بجې لا هم د پېښې له ځایه د چاودنو او وقفه يي ډزو غږونه اورېدل کېږي.

افغان سرتېري
افغان سرتېري

پر همدې مهال د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې د پېښې له ځایه ۱۰۵ تن ټپيان او یو مړی روغتونونو ته انتقال شوي دي.

نوموړي ویلي چې په ټپيانو کې ۲۶ ماشومان او ۵ مېرمني شاملې دي.

د افغانستان د پوهنې وزارت هم په یوه بیان کې ویلي چې په ننني برید کې د ښوونځیو ۵۰ زده کوونکي هم ټپیان شوي دي.

دغه چاودنه چې ډيره زوروره وه غږ يې تر ليري ځايونو اورېدل شوى او د شاوخوا ودانیو شیشي یې هم ماتې کړي دي.

د چاودنې په سیمه کې د ګلبهار ټاور په نوم د هستوګنې بلاکونه، د افغانستان المپیک ملي کمېټه، د فوټبال فدراسیون، کرکټ بورډ او شمشاد خصوصي ټلویزیون هم موقعیت لري.

ویل کېږي چې په ټپیانو کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون سرپرست یوسف کارګر هم شامل دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږلې اعلامیه کې د یاد برید د مسؤلیت په منلو سره ویلي چې وسله والو یې د افغانستان دفاع وزارت د لوجستیک او انجینرینګ پر برخې برید کړی.

طالبان پر داسې مهال دغه برید کوي چې دا مهال په قطر کې د افغان سولې په اړه له امریکايي استازو سره په اوم پړاو خبرو بوخت دي.

د سولې اوم پړاو خبرو له پیلېدو سره هم‌مهاله په تېرو درې ورځو کې تر بغلان او کندهار وروسته دا په کابل کې د طالبانو دریم مرګونی برید دی.

د تېرې شنبې په ورځ په بغلان کې د طالبانو په برید کې ۲۶ سیمه ییز پاڅونوال او د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د ټاکنو کمېسیون ۸ کار کوونکي ووژل شول.

XS
SM
MD
LG