د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د کندز دشت ارچي ولسوالي نیولې ـ ولسوال


طالبانو تېره جمعه د کندز پر خان اباد ولسوالۍ هم برید کړی و
طالبانو تېره جمعه د کندز پر خان اباد ولسوالۍ هم برید کړی و

د کندز سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت دشت ارچي ولسوالي پرون ناوخته د وسله والو طالبانو لخوا سقوط شوه.

د دشت ارچي ولسوال نصرالدین سعدي نن یکشنبه د «وږې پر۱۷مه» امریکا غږ ته وویل، چې یاده ولسوالي د کافي امنیتي سرتېرو او پوځي تجهیزاتو د کموالي له امله پرون شنبه ماښام شپږ بجې د طالبانو لاس ته ولوېدل.

نوموړي زیاته کړه، چې د دغه نښتې پرمهال لس افغان سرتېري او تر څلوېښتو زیات وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

ولسوال زیاته کړه:"ولسوالۍ سقوط کړی دی، دا مهاله د مخالفینو په لاس کې ده،پرون شنبه ماښام شپږ بجې یې سقوط وکړ،د ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره اضافي ځواکونو ته اړتیا ده."

طالبانو هم رسنیو ته په لېږلې اعلامیه کې د یادې ولسوالۍ نیول تائید کړي او ګڼو سرتېرو ته د مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړې ده.

طالبانو تر دې مخکې هم دوه ځلې دغه ولسوالي نیولې وه.

طالبان پر داسې مهال دشت ارچي ولسوالي نیسي، چې دغه ډلې د تېرې جمعې په ورځ د کندز خان اباد ولسوالي هم د څو ساعتونو لپاره ونیول، چې بېرته د افغان ځواکونو لخوا ونیول شول.

د دې ترڅنګ طالبانو تېره اونۍ پر کندز ښار پراخ بریدونه وکړل، چې بېرته د افغان ځواکونو لخوا پر شا وتمبول شول.

د افغانستان دفاع وزارت تېره ورځ په بل شمال ختیځ ولایت بدخشان کې هم تر پنځو کولنو وروسته د وردوج ولسوالۍ د نیولو خبر ورکړ.

XS
SM
MD
LG