د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د کندز خان اباد ولسوالي نیولې ـ ولسوال


ولسوال وايي د کمکي سرتېرو نه رسېدو له امله ولسوالۍ سقوط شوې
ولسوال وايي د کمکي سرتېرو نه رسېدو له امله ولسوالۍ سقوط شوې

د کندز سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو نن جمعه د پراخو بریدونو پرمهال د دغه ولایت خان اباد ولسوالي ونیوله.

د خان اباد ولسوال حیات الله امیري د «وږې پر۱۵مه» امریکا غږ ته وویل، چې د کمکي سرتېرو د نه رسېدو له امله نن تر غرمې مخکې یوولس بجې دغه ولسوالي د طالبانو لخوا سقوط شوه.

هغه وویل:"د کمکي سرتېرو نه رسېدو له امله نن سهار ۱۰ بجې او ۵۰ دقیقې د ولسوالۍ او امنیه قوماندانۍ ودانۍ د طالبانو لخوا سقوط شوه، دولتي ځواکونو پر شا تګ کړی دی."

نوموړي زیاته کړه، جګړه اوس هم روانه ده او هڅه کېږي، چې دغه ولسوالي بېرته له طالبانو څخه ونیول شي.

وسله والو طالبانو هم رسنیو ته په لېږلې اعلامیه کې د یادې ولسوالۍ نیول تائید کړي او ګڼو امنیتي سرتېرو ته یې د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت بیا د طالبانو لخوا د کندز د خان اباد ولسوالۍ نیول رد کړي دي.

د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي له رسنیو سره په شریک کړل شوو معلوماتو کې ویلي:"داسې خبرونه خپاره شوي چې ګواکې د کندز خان اباد ولسوالۍ سقوط شوې، دا خبرونه نا درست دي. په دغه ولسوالۍ کې سخته جګړه روانه ده، دښمن له ولسوالۍ څخه لیري په دوو سیمو کې د افغان ځواکونو لخوا محاصره شوي دي."

تر دا مهاله په دغه نښته کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

سیمه ییز چارواکي وايي، طالبانو نن سهار د چهارتوت، جنت باغ، بندر شوراب او د ملا غلام په نوم له ساحو څخه د ولسوالۍ پر مرکز بریدونه وکړل.

خان اباد ولسوالي د کندز ښار له مرکز څخه په ۴۰ کیلومترۍ کې پرته ده.

دا په داسې حال ده چې وسله والو طالبانو تېره اونۍ پر کندز ښار هم پراخ بریدونه وکړل، چې بېرته د افغان ځواکونو لخوا پر شا وتمبول شول.

XS
SM
MD
LG