د لاس رسي وړ اتصالات

ارګ: ملا عمر پاکستان کې ژوند کاوه او هلته مړ شوی دی


افغان حکومت وايي، دا چې د طالبانو د تحریک بنسټګر ملا محمد عمر د طالبانو د رژیم تر ړنګېدو وروسته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د یوې پوځي اډې په څو کیلومترۍ کې اوسېدی هیڅ حقیقت نه‌لري.

تازه د یوې هلنډۍ ورځپاڼې لیکوالې « بیتا ډام» پخپل یو کتاب«د ملا عمر پټ ژوند» کې ویلي چې ملا عمر په زابل ولایت کې د امریکايي ځواکونو د یوې پوځي اډې پنځه کیلومترۍ کې اوسېدلی او هېڅکله پاکستان کې نه و پټ شوی.

د ولسمشر غني ویاند هارون چخانسوري د دوشنبې په ورځ د «کب پر ۲۰مه» پر خپل ټوېټر ویلي چې دا له حقیقته لرې ادعا طالبانو او د هغوی بهرنیو ملاتړو ته د هویت ورکولو یوه هڅه ده.

د ملاعمر په اړه د جمهوري ریاست د ویاند څرگندونې
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:19 0:00

هغه ویلي:"موږ دا له حقیقته لیرې ادعا په کلکه ردو او دا ګڼو چې دا طالبانو او د هغوی بهرنیو ملاتړو ته د هویت ورکولو یوه هڅه ده، موږ کافي شواهد لرو چې دا ښيي چې هغه په پاکستان کې ژوند کاوه او هلته مړ شوی دی."

اغلې ډام دغه څېړنه په واشنګټن کې د «زوما» سنټر په نوم د یو څېړنیز مرکز لخوا د امریکا د ایروزینا پوهنتون په نوښت تر سره کړې ده.

نوموړي پخپلې کتاب او څېړنه کې ویلي چې د طالبانو د تحریک له ړنګېدو وروسته ملا محمد عمر چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱ له بریدونو وروسته امریکا د هغه د وژلو پر سر ۱۰ میلیون ډالره جایزه اعلان کړې وه په زابل کې د امریکايي ځواکونو یوې اډې ته نژدې د یوه کور په یوه پټه خونه کې اوسېده.‌

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت تر دې مخکې تل ویلي چې ملا محمد عمر د طالبانو د نظام تر ړنګېدو وروسته په پاکستان کې پټ و او هلته وژل شوی دی.

افغان حکومت په ۲۰۱۵ کال کې د ملا محمد عمر وژل کېدل اعلان کړل چې وروسته طالبانو هم د خپل مشر وژل کېدل تائید کړل.

اغلې بیتا تر دې وړاندې د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي په اړه هم «یو سړی اویو موټر سایکل»کتاب لیکلی دی.

XS
SM
MD
LG