د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو حکومت عمران خان ته: افغانستان پردیو کدرونو ته اړتیا نلري


د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي‌ د پاکستان د صدراعظم عمران خان د هغو څرګندونو په اړه غبرګون ښودلی چې وايي افغانستان ته مسلکي کسان استوي چې د ادارو په چلولو کې مرستې وکړي.

ښاغلي‌ متقي په خپلو خبرو کې مشخصآ د عمران خان نوم اخیستی او ویلي دي ‌چې افغانستان د پردیو کدرونو ته اړتیا نلري.

هغه ویلي دي: «د پاکستان د صدراعظم خبره، نو افغانستان تاسو ته معلومېږي چې لله الحمد ډېر ښه کدرونه لري او ډېر ښه تعلیم یافته شخصیتونه لري. افغانستان او د افغانستان حکومت تر اوسه هېڅ نوع داسې خلا نه ده محسوسه کړې چې هغه خلا په پردیو او د نورو هېوادونو په کدرونو باندې ډکه کړي. نو افغانستان فی الحال دې ته ضرورت نلري چې له نړۍ څوک راشي او دلته کار وکړي.»

دا ویدیو په په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ده، خو مشخصه نه ده چې کله او چېرې ثبت شوې او نه هم تر دې دمه د طالبانو د ویاندانو له ادرسونو څخه خپره شوې ده. خو یوې رسنۍ ویلي دي چې ښاغلي متقي دا خبرې له ترکمنستان څخه د بیرته ستنیدو پر وخت په هرات کې کړې دي.

د پاکستان د صدراعظم د دفتر په رسمي ټویټر کې څو ورځې مخکې لیکل شوي وو چې عمران خان مقاماتو ته یې لارښوونه کړې ده چې «په افغانستان کې د بشري بحران د مخنیوي لپاره متخصصین او په خاص ډول د روغتیا،‌ معلوماتي تکنالوژۍ، مالیې او محاسبې د برخې وړ او روزل شوي بشري ځواک واستوي».

د عمران خان دغو څرګندونو ته د یو شمېر افغان سیاستوالو په ګډون په ټولنیزو رسنیو کې عادي افغانانو هم پراخ غبرګون ښودلې دی.

د سیاستوالو په منځ کې پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپل فیسبوک کې افغانستان ته د پاکستانیانو په ګډون د بهرنیو مسلکي کار کوونکو د استولو په اړه د عمران خان د وړاندیز قدرداني کړې، خو ویلي یې دي چې «هغوی ته هیڅ ډول اړتیا نه لیدل کیږي.»ځکهد هغه په خبرهافغانستان تعلیم یافته، تکړه مسلکي متخصیصین لري.

د مخکني ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح په خپل فیسبوک کې لیکلي‌ دي چې د افغانستان په ادارو کې د پاکستاني کار کوونکو ګمارل په «نیمه مستقیم ډول د افغانستان د اشغال» په معنی دی.

یو شمېر افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې کمپاین پیل کړی او د طالبانو له حکومت څخه یې غوښتي دي چې د بهرنیو کارکوونکو د ګمارلو په ځای دې افغان کدرونو ته د کار زمینې او د خدمت فرصت برابر کړي.

طالبان د اګست په ۱۵ نېټه کابل ته ننوتل او ورسره لسګونه زره هم له هغه هېواد څخه ووېستل شول چې په کې د بېلابېلو برخو متخصصین هم شامل دي. په همدې حال کې راپورونه وايي چې د مخکني حکومت ډېر کارکوونکي په کورونو کې ناست دي.

XS
SM
MD
LG