د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان پوتین ته: د ټولشموله حکومت جوړول د افغانستان کورنۍ مسئله ده 


د طالبانو حکومت د ټولشموله حکومت د جوړیدو په اړه د روسیې د جمهور رئیس ولادیمیر پوتین وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې د حکومت جوړول د افغانستان کورنۍ مسئله ده.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي د ټولشموله حکومت د جوړیدو په اړه د روسیې د جمهور رئیس ولادیمیر پوتین وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې د حکومت جوړول د افغانانو کورنۍ مسئله ده او د نړۍ او سیمې له هیوادونو یې غوښتي، چې دا ډول مسئلې دې د طالبانو حکومت سره د رسمي دپلوماتیکو لارو وڅیړي.

ښاغلي کریمي وویل: "...افغانستان یو مستقل هیواد دی او خپل تصامیم پخپله نیولی شي. د سیمې او نورو هیوادونو مسولیت او مکلفیت دا دی چې خپل مسولیتونو ته دې متوجه شي او د اسلامي امارت سره د رسمي دپلوماتیکو اړیکو په برخه کې دې ګامونه واخلي ترڅو ستونزې د مسئولانه لاروچارو له لارې حل شي".

د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین د چهارشنبې په ورځ د ټولیز امنیت تړون د غړیو هیوادونو د مشرانو په غونډې کې وویل، "په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړیدو ضمانت چې د ټولو قومونو غړي پکې برخه ولري، اوس یو لومړیتوب دی". ولادمیر پوتین په افغانستان کې وضعیت ستونزمن وباله او دا خبرداری یې هم ورکړ چې ښایي ترهګرې ډلې د افغانستان څخه د ټولیز امنیت تړون غړیو هیوادونو ته لاره وومي.

د روسیې جمهور رئیس وویل چې د ترهګرو د هغو ګواښونو له منځه وړلو لپاره "ځانګړو ګډو عملیاتو" ته اړتیا ده چې د افغانستان څخه سرچینه اخلي او پدې یې هم ټینګار وکړ چې د ټولیز امنیت تړون غړي هیوادونه باید په ځانګړې توګه د ترهګرو د ګواښونو، سخت دریځۍ او د مخدره موادو اړوندو ګواښونو ته چې د افغانستان څخه دې هیوادونو ته متوجه دي، په ټاکلي وخت تشخیص کاندي او د یو بل سره همغږي ولري.

ښاغلي پوتین زیاته کړې چې هیواد یې د څو اړخیز میکانیزم د لارې هڅه کوي په افغانستان کې وضعیت ته ثبات ورکړي.

د نړیوالو اړیکو یو کارپوه سنګر امیرزاده په دې باور دی، چې د امریکا د متحده ایالاتو او د نورو لودیځیو هیوادونو او د روسیې ترمنځ د اوکراین د جګړې په باب د اختلاف سره سره د افغانستان په اړه دا ټول د یو ټولشموله حکومت جوړیدل غواړي، چې په کې ټول افغانان خپل ځان وویني او د متفاوتو نظرونو خاوندان په کې برخه ولري.

ښاغلي امیرزاده وویل: "زما په اند زمونږ ګاونډیان د سیمې هیوادونه او نړئ ټول ستر او مهم هیوادونه څرګند نظر لري، چې باید په افغانستان کې یو داسې حکومت رامنځ ته شي، چې یو ډول ټول ګډونه حکومت وي بشري حقوقو ته په کې درناوی وشي، دلته تاسو وګورئ هره ورځ د ښځو حقونو باندې بندیزونه لګول کیږي".

ښاغلی امیرزاده وايي، چې د روانې میاشتې په ۱۶ باندې په مسکو کې د مسکو فارمټ د غونډې برخوالو هم افغانستان کې د یو ټولشموله حکومت د جوړیدو غوښتنه کړې وه.

د سیاسي چارو یو بل افغان کارپوه قاضي محمد حسن حقیار وايي، چې اکثره افغانان هم افغانستان کې د ټولو قومونو د استازو په ګډون یو حکومت جوړیدل غواړي، چې غړي یې متخصص او د نیکو اوصافو خاوندان وي. دی وايي، چې افغانان د قومونو د استازو په نوم په حکومت کې د جنګ سالارانو او فساد کې د ښکیلو شخصیتونو ګډون نه غواړي.

ښاغلي حقیار وویل: "د اوسني حکومت په ترکیب ډیر افغانان خوښ نه دي افغانان غواړي، چې د حکومت د غړو ټاکنې د وړتیا، تخصص، ذکاوت او وطن ته د تعهد او ژمنتیا له مخې وي او د هرې سیمې او هرې جغرافیې اوسیدونکي باید په کې خپل ځان وویني. خو داسې هم نه چې حکومت دې سهامي وي".

د جمهور رئیس پوتین ددغو تازه څرګندونو نږدې یوه اوونۍ وړاندې د مسکو فارمټ په نامه د غونډې ګډونوالو هم چې د روسیې په کوربتوب جوړه شوې وه په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړیدو غوښتنه کړې وه. د مسکو فارمټ په غونډه کې د امریکا متحده ایالاتو او د طالبانو د استازو پرته د سیمې مهمو هیوادونو لکه چین، روسیې، هند، ایران، پاکستان او د منځنۍ اسیا څو هیوادونو استازو هم برخه لرله.

XS
SM
MD
LG