د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې ترهګریز بریدونه زیات شوي- راپور


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د پاکستان د تاوتریخوالي او امنیت د مطالعاتو انستیتوت په خپل تازه راپور کې ویلي دي چې په دغه هېواد کې په دې وروستیو کې ترهګریز بریدونه زیات شوي دي.

د دغه انستیتیوت په راپور کې راغلي دي چې دا بریدونه داسې مهال زیات شوي دي چې پاکساني طالبانو له حکومت سره د اوربند د ختمېدو اعلان هم نه دی کړی. د دواړو خواو ترمنځ د افغانستان د طالبانو په منځګړیتوب څه موده مخکې د سولې اوربند شوی و.

د راپور په اساس په تېره میاشت [سپتمبر] کې په ټول پاکستان کې ۴۲ ترهګریز بریدونه شوي دي چې د اګست د میاشت په پرتله ۳۵ فیصده زیاتوالی ښيي.

په دغو بریدونو کې «۴۰ کسان وژل شوي چې ۲۴ یې د پاکستان امنیتي ځواکونه» دي. همدغه راز په دغې مودې کې ۷۷ تنه نور کسان ژوبل شوي هم دي چې ۱۹ یې امنیتي ځواکونه دي.

راپور وايي چې د امنیتي ځواکونو د تلفاتو کچه ۶۰ سلنه لوړه شوې ده او دا د دې څرګندوی دی امنیتي ځواکونه د بریدوګرو اصلي هدف دي.

د امریکا غږ ډیوې څانګې د دغې انستیتیوت په حواله لیکلي دي چې په قبایلي سیمو او خیبرپښتونخوا کې هم په تاوتریخوالي کې ۱۰۶ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د دغه انستیتیوت د راپور په اساس همدغه راز په بلوچستان کې هم د ترهګرو په بریدونو ۴۱ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د سند په ایالت کې هم دوه ترهګریز بریدونه ثبت شوي دي خو د راپور په اساس د ستمبر په میاشت کې په اسلام اباد، پنجاب، ګلګت بلتستان او د پاکستان د ولکې لاندې کشمیر کې د ترهګرۍ کومه پېښه نه ده شوې.

XS
SM
MD
LG