د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې په عمومي ډول په نړۍ کې د سګرټو څکل کم شوي دي او دغه سازمان د نړۍ هېوادونه هڅولي چې په تنباکو باندې د اخته کېدو د مخنیوي لپاره نور تدابیر هم ونیسي.
د دغه سازمان د سه شنبې د ورځې نومبر ۱۶ (لړم۲۵) د خپور شوي راپور په اساس په ۲۰۱۹کې نژدې ۳.۳۲میلیارد انسانانو تنباکو کارول خو دا شمېره په ۲۰۲۰کې ۱.۳میلیاردو ته راښکته شوه.
د روغتیا نړیوال سازمان خوشبین دی چې تر ۲۰۲۵پورې به د هغو کسانو شمېر چې د تنباګو څخه جوړ تولیدات او مشتقات کاروي، ۱.۲۷میلیاردو ته راښکته شي.
راپور وايي چې په ۲۰۰۰کال کې په نړۍ کې د ۱۵کلنو انسانانو یوه په درېیمې برخې تنباکو استعمالول او تمه کیږي چې په ۲۰۲۵کې دا شمېره د پام وړ کچې ته راکمه شي.
د دغه سازمان مشر تدروس ادهانوم ګیبریسوسو وویل: «لا هم ډېره لاره په مخکې ده او د تنباکو محصولاتي شرکتونه به له هرې لارې کار اخلي چې له دغه مرګوني او بې ګټي تولید څخه د ترلاسه کېدونکو ګټو دفاع وکړي."
د رسمي شمېرو له مخې تنباکو او له تنباکو څخه تولیدېدونکي محصولات هرکال په نړۍ کې د اته میلیون انسانانو د مړینې سبب کیږي. په دوی کې ۱.۲میلیون هغه کسان دي چې په خپله تنباکو نه استعمالوي خو په غیر مستقیم ډول د سګرټو د دود له کبله رنځور او مړه کېږي.
په راپور کې د هغو ۶۰هېوادونو ستاینه شوې ده چې غواړي د ۲۰۱۰او ۲۰۲۵کلونو ترمنځ د تنباکو د استعمالوونکو شمېر ۳۰سلنه راکم کړي. دوه کاله مخکې یوازې ۳۲هېوادونه داسې پلان لره.
د روغتیا نړیوال سازمان د نړۍ له هېوادونو څخه غوښتي دي چې د تنباکو د تشهېر د مخنیوي، د سګرټو د قطیو تر شا د تنباکو د زیانونو په اړه خلکو ته د معلوماتو د ورکولو، په تنباکو باندې د مالیاتو د لوړولو او هغو کسانو سره، چې د تنباکو استعمال پرېږدي، د مرستې په برخه کې لازم اقدامات وکړي.