د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د بشري حقونو نقض په اړه د بخښنې نړیوال سازمان راپور 'پروپاګند' وباله


د طالبانو حکومت د هغوی لخوا په افغانستان کې له بشري حقونو څخه د سرغړونو په اړه د بخښنې نړیوال سازمان وروستی «پروپاګند» وباله.

د بخښنې نړیوال سازمان وړمه ورځ په یوه لیک کې یو ځل بیا د طالبانو له حکومت څخه غوښتي و چې د بشري حقونو نقض پای ته ورسوي.

دغه سازمان په یاد لیک کې ویلي و، نه یوازي دا چې طالب چارواکي د خلکو په ځانګړي ډول د ښځو د حقوقو تامین په برخه کې پخپلو ژمنو کې پاتې راغلي، بلکې تاوتریخوالی یې نور هم زیات کړی دی.

د دغه سازمان په خبره، طالبانو په تیر یو کال کې له بشري حقونو څخه د ملاتړ کلیدي بنسټونه په «سیستماتیک» ډول منحل کړي او د بیان ازادي، مدني حرکتونه او د افغانستان د ټولو وګړو حقوق یې تر فشار لاندې راوستي دي.

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د چهارشنبې په ورځ اګست ۲۴ (وږې دوهمه) د بخښنې نړیوال سازمان د دغه څرګندونو د ردولو ترڅنګ دغه یاد راپور له «تبعیض او عقدې» څخه ډک بللی او زیاته کړې ده چې یاد سازمان د طالبانو حکومت پر ضد د پروپاګند هڅه کوي.

هغه ویلي: "واقعیت دادی چې په تیرو ۲۰ کلونو کې کوم وحشت او ظلم چې په افغانستان کې وشو، په تېر یو کال کې خلکو یو سلنه هم نه دی لیدلی.دغه سازمان په تیرو ۲۰ کلونو کې د ټولو وحشتونو او جنایتونو په وړاندې خپل خوله بنده کړې وه او اوس غواړي د اسلامي امارت په وړاندې پروپاګند وکړي."

مجاهد زیاته کړې چې د افغانستان د ټولو خلکو حقوق خوندي دي او په خبره یې نه څوک بېځایه وژل شوي او نه ګواښل شوي دي.خو هغه ویلي چې په یو هیواد کې د عامه نظم لپاره د قوانینو تطبیق ضروري دي.

نوموړي زیاته کړې چې دا ډول راپورونه د هغو یو شمېر کړیو د څرګندونو په اساس جوړیږي چې هغوی له افغانستان څخه تښتېدلي او په خبره یې د هیواد بحران یوه برخه وه.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د بشري حقونو یو شمېر نورو نړیوالو بنسټونو هم په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښنې ښودلي دي.

یاد بنسټونو په ځانګړي ډول د نجونو پر مخ تر شپږم پورته ټولګیو بندېدو او د مېرمنو د کار او سفر په وړاندې د محدودیتونو زیاتېدو په اړه اندېښنې ښودلي دي.

XS
SM
MD
LG