د لاس رسي وړ اتصالات

مهاجر څوک دی؟


په عراق کې د سوري مهاجرو یو کمپ

نن چهارشنبه د ٢٠١٨ کال د جون د میاشتې ٢٠ د ملگرو ملتونو د سازمان د مهاجرینو نړیواله ورځ ده.

ملگري ملتونه هغه شمیر خلک د مهاجر په توگه پیژني چې د شکنجې او شخړو له وجې له خپلو هیوادونو څخه تښتي، نورو هیوادونو ته ځي او هلته د مهاجر په توگه منل کیږي او د نړیوالو قوانینو له مخې د کوربه هیواد له خوا یې ساتنه کیږي. مگر هغه کسان چې له خپلو کورونو نه بیځایه کیږي، خو له هیواد نه وځي د مهاجر په توگه نه پیژندل کیږي.

په ټوله نړۍ کې د کډوالو شمیر

د ٢٠١٧ کال تر نیمایي پورې د هغو کسانو شمیر چې له خپلو کورونو بیځایه شوي ٦٥،٦ میلیون تنه و. ددې جملې نه ٢٢،٥ میلیونه کسان د خپلو هیوادونو خوشې کولو ته اړ شوي دي چې د پنځوس فیصدو عمرونه یې د ١٨ کالو نه ټیټ دي. د نړیوالې دوهمې جگړې وروسته دغه شمیره ښیي چې ماشومان له بل هر وخت څخه زیات مهاجر شوي دي.

یواځې په ٢٠١٦ کال کې ۷۵۰۰۰ "ماشومانو د مشرانو له ملتیا پرته" په مختلفو هیوادونو کې پناه غوښتې ده چې اکثر یې د افغانستان او سوریې دي.

د ٢٠١٨ کال د مارچ تر ٢٢ پورې د ملگرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ٥،٦ میلیون مهاجر ثبت کړي دي. دغه کمیشنري اټکل کوي چې د نړۍ د هرو سلو کسانو څخه شاوخوا یو تن د جگړو او بې ثباتیو په وجه د هیواد پریښودلو ته اړ شوی دی.

اکثر مهاجرین د کومو هیوادونو دي؟

په سوریه کې اوه کلنه جگړه سبب شوې چې د مهاجرینو اکثریت ددې هیواد واوسي. یواځې په ٢٠١٧ میلادي کال کې د سوریې ٦٦٠ زره وگړي له خپل هیواد نه وتلي دي او پدې توگه په نړۍ کې د سوري مهاجرو ټوله شمیره اوس ٥،٦ میلیون کسانو ته رسیږي. د سوریې اکثر اوسیدونکي گاونډیو هیوادونو ته تللي دي. د سوریې شاوخوا ٦،٦ میلیون وگړي دننه په هیواد کې بیځایه شوي دي.

افغانستان په دوهمه درجه کې دی او ددې هیواد ٢،٥ میلیون وگړي لا هم په مهاجرت کې ژوند کوي. خو د افغانستان د مهاجرینو او راستندونکو چارو وزارت یوه ورځ مخکې اعلان وکړ چې ددې هیواد شاوخوا شپږ میلیون وگړي د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې مهاجر او پناه غوښتونکي دي چې زیات شمیر په ایران او پاکستان کې اوسیږي.

د جنوبي سوډان مهاجرین چې یو تازه جوړ شوی هیواد دی ١،۴ میلیون کسانو ته رسیږي.

په برما یا میانمار کې مذهبي او قومي تاوتریخوالی ددې سبب شوی چې شاوخوا ١،١ میلیون تنه چې اکثریت یې روهینگاییي مسلمانان دي له هیواد نه بهر مهاجر شي چې اکثر یې بنگله دیش ته تللي دي.

د ٢٠١٧ کال تر اپریل پورې څه دپاسه ۸۷۶ زره تنه د جگړو په وجه له سومالیا نه تښتیدلي دي او په نورو هیوادونو کې مهاجر شوي.

زیات مهاجر کومو هیوادونو ته تللي دي؟

ترکیه لا هم د نړۍ تر ټولو زیاتو مهاجرو کوربه هیواد دی. د رپوټونو له مخې د ٢٠١٦ کال تر پایه شاوخوا درې میلیونه مهاجر دننه دې هیواد ته او یا ددې هیواد سرحدونو ته ورغلي دي.

پاکستان د ١،٦ میلیون مهاجرو په لرلو سره په دوهمه درجه کې راځي چې پدې هیواد کې میشت اکثر مهاجر د افغانستان اوسیدونکي دي. لبنان د یو میلیون مهاجرو په لرلو سره د هغو هیوادونو په درییمه درجه کې دی چې زیات مهاجر په کې اوسیږي.

ایران د ۹۸۹ زرو کډوالو، ایتوپیا د ۷۴۰ زرو مهاجرو، اردن د ۷۰۰ زرو، کینیا د ۵۲۳ زرو، یوگندا د ۵۱۲ زرو، جرمني د ۴۷۰ زرو او چاد د ۳۸۰ زرو مهاجرو په لرلو سره په ترتیب له څلورمې څخه تر لسمې درجې پورې راغلي دي.

د مهاجرت نړیواله ورځ څه شئ دی؟

ملگرو ملتونو د جون د میاشتې ٢٠ د مهاجرت نړیواله ورځ نومولې ده چې د هغو خلکو رنځ چې د جگړو په وجه له خپلو هیوادونو نه تښتیدلي د نړۍ نورو اوسیدونکو ته په ډاگه کړي.

پدغه ورځ د نړۍ په گوټ گوټ کې د مدني ټولنې فعالین د میلیونونو مهاجرو، داخلي بیځایه شویو او د هغوی د ستونزو په اړه د پوهاوي کمپاینونه کوي.

XS
SM
MD
LG