د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د امریکا سفارت د یو لړ احتمالي بریدونو خبرداری ورکړی


د امریکا سفارت وايي یو شمېر افراطي ډلې د بریدونو پلان لري
د امریکا سفارت وايي یو شمېر افراطي ډلې د بریدونو پلان لري

په کابل کې د امریکا د متحدو ایالتونو سفارت خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی چې افراطي‌ ډلې پلان لري په افغانستان کې یو شمېر اهداف په نښه کړي.

دا خبرداری تازه د امریکا د سفارت په ویبسایټ کې خپور شوی دی.

په خبرداري کې ویل شوي په یو شمېر ښځینه حکومتي ‌کارکوونکو او ولسي خلکو د بریدونو خطر زیات دی.

اعلامیه وايي همدغه راز په ښوونکو، د بشري حقونو په فعالانو او نورو حکومتي مامورینو د بریدونو احتمال شته.

د امریکا سفارت د دغو بریدګرو ډلو په اړه نورو معلومات نه دي خپاره کړي، خو خپلو اتباعو ته یې کلکه سپارښتنه کړې چې ډېر احتیاط او پام وکړي.

دا لومړی ځل نه دی چې د امریکا د سفارت په ویبسایټ کې د داسې احتمالي بریدونو خبرداری ورکول کیږي، تر دې مخکې هم دا ډول خبرداري ‌ورکړل شوي ‌دي.

دا خبرداری داسې مهال ورکول کیږي چې په قطر کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکره کوونکي پلاوي او طالب استازو ترمنځ د «د افغانستان د سولې مخامخ مذاکرات» روان دي.

طالبانو د همدغه کال د فبرورۍ په میاشت کې په قطر کې د امریکا د متحدو ایالتونو سره دسولې تړون لاسلیک کړ چې د افغانستان روانه جګړه ختمه شي.

XS
SM
MD
LG