د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ په اړه نوې سروې څه وايي


ولسمشر ډانلډ ټرمپ د سپینې ماڼۍ په جنوبی برخه کې د اگست په ٢٣ مه ٢٠١٧ م کال
ولسمشر ډانلډ ټرمپ د سپینې ماڼۍ په جنوبی برخه کې د اگست په ٢٣ مه ٢٠١٧ م کال

په نویو نظر پوښتنو کې اکثریت ولسمشر ټرمپ ته د تفرقه اچوونکي په سترگه گوري، نه د متحد کوونکي په نظر، خو د هغه د مهمو ملاتړیو روحیه اوس هم لوړه ده، مگر په شدت کې ېې کموالی رامنځته کېږي

ولسمشرډانلډ ټرمپ په نیواداکې د نظامي متقاعدینو په یوه غونډه کې د وحدت او یووالي خبرې وکړلې.

د متحدو ایالاتو ولسمشر ډانلډ ټرمپ وویل: اوس ددې وخت دی چې د هغو پرهارونو علاج وکړو چې موږ ېې جلا کړي یو. دداسې نوي یووالي لپاره لټه وکړوچې د گډو ارزښتونو پر بنسټ جوړ شي او موږ سره یو کړي. ولسمشر ز یاته کړله چې موږ یو ملت یو، یو کورلرو، او یوستر بیرغ لرو.

خو ترهغې یوه ورځ وروسته ېې د اریزونا په فینیکس کې پر خپلو سیاسي مخالفیونو او رسنیو باندې کلکې نیوکې وکړلې. پردې سر بیره ېې د خپلو هغو جنجالي خبرو دفاع وکړله چې ویل ېې د شارلېټسویل په تشدد او مظاهره کې دواړه خواوې ملامتې وې.

د ټرمپ په اړه نوې سروې څه وايي؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:48 0:00

د متحدو ایالاتو ولسمشر ډانلډ ټرمپ وویل: ما په سپین پوستو تفوق غوښتونکیو، نویو نازیانو، او کې کې کې باندې انتقاد وکړ. په ټولومې وکړ. خورسنۍ څه وايي؟ پکارده چې داکار ېې ډیر ژرکړی وای. دی نژاد پرست دی.

په دې غونډه کې یوشمیرداسې مظاهره چیان هم راغلي وو چی د شارلېټسویل د پېښې له امله پاریدلي وو.

د ټرمپ یو مخالف مظاهره کوونکي وویل: په کوم ډول چې داسړی عمل کوي، زه ېې بالکل اریان کړی یم. له بشپړې بې نظمۍ نه پرته بل څه نشته.

خو دولسمشرټرمپ د مرکزي ملاتړیو روحیه لوړه ده.

د ټرمپ یوه ملاتړې وايي:هغه فوق العاده سړی دی، هغه په هرڅه کې په حقه دی.

دامریکايي پوهنتون استاد الن لېتمن وايي: د نورو ولسمشرانو اونورو شخړو په پرتله چې په ولس کې ېې اتحاد راوستی دی، ټرمپ په دې اړه دناکامۍ نومرې اخلي.

خو دولسمشر ټرمپ د پلویانو د هغه کلک انتقادي سبک او سپېنی خبرې خوښېږي.

هانز نو یل د جورج ټاون پوهنتون استاد وايي هغه دنورو سیاستوالو په څېرد نظریاتو سره د معاملی په اړه ډیر مهارت نلري. له همدې امله د یوشمیر خلکو خوښېږی چې دی دنورو په څېر هماغه مشابه لوبه نه کوي.

دولسمشر ټرمپ او جمهوري گوند د کانگرس د مشرانو ترمنځ داختلافاتو زیاتوالی ستونزی منځته راوستلی شی.

لاري سبه تو د ویرجینیا پوهنتون ا ستاد وايی پکارده په دې اړه ابتکار په کانگرس کې د جمهوری خواهانو ترمنځ پېل شي.

لاري سبه تو وايي: هغوی دکانگرس په دواړو خونو کې اکثریت لري، هغوی به د ٢٠١٨ په انتخاباتو کې گډون کوي، خو ټرمپ به د ٢٠١٨ په انتخاباتو کې کاندید نه وي."

د کوېني پیاک (Quinnipiac ) نوې نظر پوښتنه وايي چې د ٦٢ نه نیولې تر ٣١ فیصدو پورې، زیات امریکایان ولمسشر ټرمپ ته د منقسم په سترگه گوري، نه د متحد کوونکي په سترگه. که څه هم هغه لوړه کړې وه چې متحد کوونکی واوسي.

XS
SM
MD
LG