د لاس رسي وړ اتصالات

د مخکني ولسمشر ټرمپ د استیضاح محکمه پیلیږي


د دونالډ ټرمپ د استیضاح محکمه بله میاشت پیلیږي
د دونالډ ټرمپ د استیضاح محکمه بله میاشت پیلیږي

د امریکا د متحدو ایالتونو د سنا غړي به نن سه شنبه جنوري ۲۶ (سلواغه ۷) د قاضیانو او ژوري پلاوي په توګه لوړه کوي‌ چې د مخکني ولسمر دونالډ ټرمپ د استیضاح محکمه پیل کړي.

محکمه به بله میاشت په فبرورۍ کې پیلیږي. په سنا کې دموکرات او جمهوري غوښتونکو مشرانو د استیضاح د محکمې د ځنډولو پرېکړه د دې لپاره وکړه چې هم سناتوران او هم د ښاغلي ټرمپ مدافع وکیلان ځانونه چمتو کړي.

د استیضاح د محکمې په ځنډېدو سره به سنا د ولسمشر جوبایډن د کاندید وزیرانو د تائید لپاره وخت پیدا کړي.

د استازو د خونو استازي چې په دغې قضیې کې د څارنوالانو رول لوبوي، د دوشنبې په ماښام په دودیز ډول سنا ته ولاړل.

دوی سنا ته د مخکني ولسمشر ټرمپ د استیضاح لاسلیک شوي مواد وسپارل. په لاسلیک شویو موادو کې ښاغلی ټرمب تورن شوی دی چې خپل پلویان یې برید ته هڅولي دي.‌

د ښاغلي ټرمپ یو شمېر معترضو پلویانو څو اونۍ مخکې د کانګرس په ودنۍ برید وکړ. په دغې پېښې کې پنځه تنه ووژل شول.

د استازو د خونې غړي جامي راسکین پر ولسمشر ټرمپ لګول شوي‌تورونه ولوستل او وویل چې هغه « د امریکا د متحدو ایالتونو امنیت او حکومتي تاسیستات په لوی خطر کې اچولي وو.»

مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ د «اخلاقو او ټاکنو» قانونپوه بوچ بوویرز او د فدرال یوه مخکنۍ څارنواله دېبورا باربیر ګمارلي چې د استیضاح قضیه یې مخ ته یوسي.

د استازو د خونې دموکرات غړي پاټریک لیهي وویل چې هغه به د استیضاح د محکمې د بهیر مشري کوي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د اساسي قانون له مخې د استیضاح د قضیې د اورېدو د بهیر مشري قاضي القضات کوي،‌ خو دا چې دونالډ ټرمپ‌نور ولسمشر نه دی، چارواکي وايي‌چې قاضي القضات به ددغه بهیر مشر نه وي.

ښاغلي لیهي وویل چې هغه به هڅه وکړي چې بهیر په ښه توګه مخ ته ولاړ شي او دا چې هغه به په دغه بهیر کې بې پرې رول لوبوي.

ولسمشر ټرمپ تېرکال هم استیضاح شوی و او دا یې دویم ځل دی چې استیضاح کیږي.

XS
SM
MD
LG