د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د سنا مجلس د ټرمپ د استیضاح په اړه تصمیم نیسي


څلور میاشتې مخکې د امریکا په کانګرس کې د استازو جرګې د جمهور رئیس ډانلد ټرمپ د استیضاح پروسه پیل کړه. د امریکا د کانگرس د سنا مجلس نن چهارشنبه په جمهور رئیس ټرمپ باندې د لګیدلو تورونو چې د واک نه ناوړه استفاده او د کانګرس د قانوني پلټنو مخه نیول په کې شامل دي، تصمیم نیسي.

ښاغلی ټرمپ، د جمهوریت غوښتونکي گوند غړی او د متحده ایالاتو دریم جمهور رئیس دی چې د کانگرس له لورې استیضاح کیږي.

نن د چهارشنبې په ورځ د واشنګټن په وخت د ماسپښین په څلور بجو پدې رای ګیري کیږي چې آیا جمهور رئیس ټرمپ خپله کاري دوره پوره کړي او که د هغه معاون، مایک پنس د جمهور رئیس په حیث واکمن شي. خو د د جمهور رئیس د گوښه کولو لپاره باید د سنا مجلس د ١٠٠ غړو له دریو څخه دوه برخې د هغه په ضد رایه ورکړي.

خو په سنا مجلس کې د جمهوري غوښتونکو د اکثریت په پام کې نیولو سره اټکل کیږي چې ډیر لږ امکان لري چې د سنا مجلس دری پنځوس جمهوریت غوښتونکي غړي د ټرمپ د محکوم کیدو دپاره رایه ورکړي. د سنا د ١٠٠ غړو له جملې نه ٥٣ یې جمهوري غوښتونکي، ۴٥ یې دموکرات گوند او دوه نور ناپیلي سناتوران دي.

په ۱۹۹۹ کال کې د دیموکرات ګوند جمهور رئیس بیل کلنټن د سپینې ماڼۍ د یوې مامورې سره د جنسي اړیکو په قضیه کې د قانوني پلټنو په مخنیوي او درواغ ویلو تورن شو، خو په سنامجلس کې بی ګناه وګڼل شو.

په ۱۹۶۸ کې جمهور رئیس اندرو جانسن د یوولس تورونو په لګیدلو سره بیاهم بی ګناه وګڼل شو. موده پس يی قضیه د خپلې کابینې د یو وزیر د لرې کولو په تور بیرته شروع شوه خو له واکه لری نشو.

ریچارد نیکسن، په ۱۹۷۴ کې د واټرگیټ د مسلې په ارتباط استیضاح شو، خو د سنا په مجلس د تصمیم نیولو دمخه یې استعفی ورکړه. هغه په سپینه ماڼۍ کې د خپلې استیضاح په تحقیقاتو جریان کې د خپل جمهوریت غوښتونکي ګوند د غړو لخوا پدې تورن شو چې په واشنګټن کې يي د دیموکراتانو د ګوند د دفتر سره یوه اطلاع شریکه کړې وه.

به سنا مجلس کې د ټرمپ نننۍ محاکمه، چې درېیمه اونۍ يي د استیضاح کیدو پوره شوې، پدې هم غور کوي چې تیرکال اوړي کې خو به يي په اوکراین کې د خپل سیاسي سیال جوبایډن خلاف د تحقیقاتو کولو په بدل کې د امریکا مرستې نه وي بندې کړي. جو بایډن د امریکا د جمهور رئیس بارک أوباما معاون و او په ۲۰۲۰ کال جمهوري ریاست انتخاباتو کې مخکښ کاندید دی.

د رویترز په یوه نظر پوښتنه کې چې د جنوري په ۲۷ او ۲۸ يی کړې، ښيي چې نهه دیرش سلنه بالغ امریکایان د ټرمپ د ریاست نه راضي دي، خو ٥٥ په سلو کې ناراضي دي.

XS
SM
MD
LG