د لاس رسي وړ اتصالات

ایا رښتیا هم افغانستان د امریکا تر شیکاګو امن دی؟


ولسمشر ټرمپ وايي چې افغانستان تر شیکاګو امن دی
ولسمشر ټرمپ وايي چې افغانستان تر شیکاګو امن دی

د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ د شیکاګو په ښار کې د تاوتریخوالي د پېښو زیاتوالي ته په کتو ویلي دي چې افغانستان تر شیکاګو ډېر امن دی.

ولسمشر ټرمپ تل د شیکاګو ښار د نا امنیو او هلته د تاوتریخوالي په زیاتوالي انتقاد کړی دی. ټرمپ د شیکاګو د محلي حکومت په کارونو هم نیوکې کړي دي او تر دې مخکې یې شیکاګو یوه "جنګي سیمه" بللې وه.

ولسمشر ټرمپ د سه شنبې په ورځ (اکتوبر۲۹) په شیکاګو کې په یوې غونډې کې وویل: "رښتیا هم د شرم ځای دی. په ټولې نړۍ کې په شیکاګو خبرې کیږي. افغانستان د شیکاګو په پرتله ډېر امن دی. "

خو ایا رښتیا هم د شیکاګو ښار تر افغانستان نا امن دی؟

اسوشیټډپرس په تېره یوه میاشت کې د افغانستان او شیکاګو په ښار کې د تاوتریخوالي شمېرې را ټولې کړي دي. د دغو شمېرو له مخې د افغانستان د یوې میاشتې تاوتریخوالي شمېر د شیکاګو د ټول کال د تاوتریخوالي له شمېر سره برابر دی.

اسوشیتډ پرس وايي چې په افغانستان کې په روانې جګړې کې یوازې د روان کال د اګست په میاشت کې ۲۳۰۷ کسان په ۶۱۱ بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي. دا شمېره په شیکاګو کې د یوه کال د تاوتریخوالي تر شمېرو او پېښو هم ډېره ده.

خو افغانستان د شیکاګو په پرتله یواځې په کال ۲۰۱۷ کې د جرمونو کمې پېښې درلودلې.

افغانستان شاوخوا ۳۸ میلیون نفوس لري او شیکاکو ۲.۷ میلیون نفوس لری او په افغانستان کې د ناامنیو ډېرې پېښې ترهګریز بریدونه دي خو په شیکاګو کې د تاوتریخوالي بڼه تر ډېره جنايي وي.

XS
SM
MD
LG