د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکیې حکومت د خپلو ۱۷۶ نورو پوځیانو د نیولو امر کړی


د ترکیې حکومت د هغه هیواد د ١٧٦ پوځیانو د نیولو امر کړی دی او هغوی یې د تبعید شوي ترکي روحاني فتح‌الله گولن، سره د اړیکو او د ٢٠١٦ کال په ناکامه کودتا کې په لاس لرلو تورن کړي.

د ترکیې څارنوالۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې دغو ټولو افرادو د "کودتا له شبکې" سره اړیکه درلودله.

د هغو کسانو د نیولو حکم چې صادر شوی په مختلفو پوځي څانگو اردو، هوایي ځواکونو، سمندري ځواکونو او د ترکیې په ساحلي گارد کې دندې تر سره کوي.

د ترکیې دولتي خبري اژانس رپوټ ورکړی چې پولیسو ته امر شوی په یو بېړني او هممهاله ماموریت کې د هغوی د نیولو اقدام وکړي.

د ترکیې دولت په امریکا کې میشت ترکي روحاني فتح‌الله گولن، د ٢٠١٦ کال په ناکامه کودتا کې په لاس لرلو تورنوي او په وار وار یې د امریکا څخه غوښتي چې هغه ترکیې ته وسپاري.

ښاغلی گولن چې د ۱۹۹۹ کال راهیسې د امریکا په پنسلوانیا ایالت کې ژوند کوي د ترکیې په ناکامه کودتا کې یې هر ډول لاس درلودل رد کړي دي.

ددې کودتا وروسته چې شاوخوا ٢٥٠ تنه په کې ووژل شول، شاوخوا ۷۷زره کسان نیول شوي او د محکمې حکم ته انتظار باسي او همداشان نژدې ۱۵۰ تنه نور له کاره گوښه شوي دي.

XS
SM
MD
LG