د متحده عربي اماراتو چارواکو د پنجشنبې په ورځ (مارچ ۲۶) ویلي چې ددغه هیواد د هوایي دفاعي سیستم له لوري په اوبوظبي کې د ایران د ویشتل شویو میزایلو د ټوټو د راپریوتو له امله دوه کسان وژل شوي دي.
د اماراتو خبري اژانس ويلي د ویشتل شویو میزایلو د ټوټو د پریوتو له امله دوه کسان چې یو یې پاکستانی او بل یې هندی وو وژل شوی او درې نور کسان چې یو د اماراتو، بل د اردن او درېیم د هند وو، ټپیان شوي دي.
دا د ایران له خوا په پراخه کچه د میزایلو د توغولو برخه ده او د متحده عربي اماراتو دفاع وزیر ویلي چې د یاد هیواد هوایي دفاعي سیستم په مجموع کې ۱۵ ایراني میزایل او ۱۱ بې پیلوټه الوتکې غورځولي دي.
د بحرین پوځ ویلي دي چې د ایران د ۱۹ میزایلو او ډرون الوتکو مخه یې نیولې ده. د یاد هیواد د کورنیو چارو وزیر د ایران په برید کې د هغه هیواد په محرق ښار کې د اور لګیدو خبر ورکړی دی.
سعودي عربستان د پنجنشبې په ورځ وویل چې د هغه هیواد په ختیځه برخه کې یې د څه باندې ۳۰ ډرون الوتکو مخه نیولې ده.
د کویټ پوځ هم څرګنده کړې ده چې د پنجشنبې په ورځ یې د میزایلو او ډرونونو بریدونو ته ځواب ویلی دی.
متحده عربي اماراتو، کویټ، بحرین، سعودي عربستان، قطر او اردن د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره په خپلو تاسیساتو او بنسټونو باندې د ایران بریدونه جنایت ګڼلي او هغه یې غندلي دي.
دغو هیوادونو زیاته کړې ده چې د ایران اقدامات" د هغوی د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا، نړیوالو قوانینو، نړیوالو بشري قوانینو او د ملګرو ملتونو د اصولو ښکاره نقض دی. "
د خلیج دغو شپږو هیوادونو همدارنګه ټینګار کړی چې دا د هغوی "حق دی چې د خپل حفاظت، خپلواکۍ، امنیت او ثبات لپاره هر ډول اړین اقدامات وکړي."
د فبروري په ۲۸ نیټه د متحدو ایالتونو او اسرائیل په پوځي هوایي بریدونو کې د ایران د مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي تر وژل کیدو وروسته، یاد هیواد په ټول منځني ختیځ کې د هیوادونو نښه کولو ته مخه کړې ده.
فورم \ دبحث خونه