د لاس رسي وړ اتصالات

بریټانیا د اوکراین پوځ ته نور مزایل او پیسې ورکوي


د بریټانیا صدراعظم بوریس جانسن د چهار شنبې په ورځ مارچ ۲۳ (وري دریمه) وویل چې هیواد به له روسي ځواکونو سره د جګړې په هدف د اوکراین له پوځ سره د ۶۰۰۰ مزایلو او ۳۳ میلیونو امریکایي ډالرو مرسته وکړي.

بریټانیا په داسې حال کې له اوکراین سره مالي او د نظامي تجهیزاتو مرسته اعلانوي چې ټاکل شوېده د ناټو مشران د پنجشنبې په ورخ پر اوکراین د روسیې د برید په اړه بحث وکړي.

د بریټانیا په دغو اعلان شویو نظامي تجهیزاتو کې د قوي چاودیدونکو وسلو په ګډون د ټانک ضد وسلې شاملي دي.

د بوریس جانسن دفتر ویلي دي چې د بریټانیا صدراعظم به له خپلو غربي متحدینو څخه وغواړي چې د مسکو د اقداماتو په غبرګون کې له اوکراین سره د پراخ دفاعي ملاتړ او د بندیزونو د دوه برابره کیدو‌ په ګډون د خپل ځواب لپاره هڅې ډیرې کړي.

ښاغلي جانسن له کیف سره د ملاتړ د نوې بستې د اعلانولو په اړه په یوې اعلامیې کې وویل:" موږ نشو کولی او وبه نه دریږو په داسې حال کې چې روسیه د اوکراین ښارګوټي او ښارونه له خاورو سره یو کوي."

نوموړي زیاته کړه، په داسې حال کې چې اوکراین د جګړې وضعیت بدلوي، بریټانیا به له خپلو متحدینو سره کار وکړي څو له هغه هیواد سره د نظامي‌ او اقتصادي ملاتړ او د دفاع د پیاوړې کیدو په برخه کې هڅې ډیرې کړي.

لندن تر اوسه له کیف سره د ټانک ضد د نوې نسل (NLAWs) په ګډون د ټانک ضد د څه باندې ۴۰۰۰ وسلو مرسته کړې ده.

د بریټانیا حکومت همدارنګه له اوکراین سره د الوتکو ضد مزایلو، زرهي واسکټونو، خولیو او بوټونو مرسته کوي.

بریټانیا تر دې مخکې په اوکراین کې د کړکیچ سره د مبارزې په هدف له کیف سره ۴۰۰ میلیونه پوڼده بشري او اقتصادي مرسته کړې ده.

XS
SM
MD
LG