د لاس رسي وړ اتصالات

اوکراین: روسیه حق نلري‌ ناټو کې د اوکراین پر غړیتوب نظر ورکړي 


د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت وايي‌ چې روسیه حق نلري په ناټو کې اوکراین ته د غړیتوب د ورکولو او نه ورکولو په اړه نظر ورکړي.

د بهرنیو چارو وزیر دمیترو کولیبا نن سه شنبه جنوري ۱۱ (مرغومې۲۱) وویل: «په ناټو کې د اوکراین د غړیتوب په اړه روسیه د رایې حق نلري. دا یوه سره کرښه ده چې نه به موږ او نه به مو شریکان ترې واوړي.»

مسکو له امریکا او لویدیځو هېوادونو څخه غوښتي دي چې په ناټو کې اوکراین ته د غړیتوب نه ورکولو په اړه ضمانت ورکړي.‌

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت وايي چې لویدیځ هېوادونه به روسیې ته داسې کوم ضمانت نه ورکوي ځکه چې د هغه په خبره دا به د لویدیځ د ماتې په مانا وي.

روسیې همدغه راز له امریکا او ناټو څخه غوښتي‌ دي‌ چې د پخواني شوروي‌ اتحاد یو هېواد ته دې هم په دغه سازمان کې غړیتوب نه ورکوي.
لویدیځ وايي‌ چې روسیې له اوکراین سره په سرحد کې۱۰۰زره عسکر ځای په ځای کړي دي او په هغه هېواد د یرغل هوډ لري، خو مسکو وايي داسې کوم پلان نلري.

امریکا تېره ورځ یو ځل بیا ګواښ وکړ چې په اوکراین باندې به د روسیې هر ډول یرغل «لوی زیان» ولري.

د امریکا او روسیې استازو تېره ورځ په دې اړه څو ساعتونه په دې اړه خبرې وکړې او ټاکل شوې چې د ناټو غړي هېوادونه سبا په بروکسل کې له روسیې سره خبرې پیل کړي.

XS
SM
MD
LG