د لاس رسي وړ اتصالات

بخښنې سازمان نړیوالې ټولنې ته: افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت د لا خرابېدو مخه ونیسئ

د بخښنې نړیوال سازمان د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو څخه غوښتي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت لاخرابېدو مخنیوي په هدف اقدام وکړي.

یاد سازمان د یکشنبې په ورځ مارچ پنځمه (کب ۱۴) په خپل راپور کې د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی او په خبره یې د طالبانو "بې رحمه سرغړونې" دوام لري.

دغه سازمان زیاته کړې چې په دې وروستیو کې د طالبانو حکومت لخوا په دغه هیواد کې د ښځو دحقوقونو ملاتړ یو شمېر فعالان، استادان او ځینې نور فعالان په غیر قانوني ډول نیول شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، په داسې حال کې چې ټاکل شوې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بنیت نن د بشري حقونو شورا په ۵۲مه ناسته کې د افغانستان په اړه خپل راپور وړاندې کړي، د ملګرو ملتونو غړي هیوادونو باید په افغانستان کې معافیت ختم کړي او د طالبانو له لوري د زیانمنو شویو لپاره دې عدالت تامین کړي.

په راپور کې ویل شوي چې د ښځو د حقوقونو فعاله نرګس سادات، مدني فعال فردین فدايي، لیکوال ذکریا اصولي، خبریال مرتضی بهبودي، خبریال محمد یار مجروح او د پوهنتون استاد اسماعیل مشعل په دې وروستیو د طالبانو حکومت لخوا نیول شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې د دوی د معلوماتو له مخې یوازې اسماعیل مشعل د طالبانو حکومت له بند څخه ازاد شوی او پاتې کسان لا هم ورسره بندیان دي.

یاد سازمان زیاته کړې چې دغه کسان په ښکاره د طالبانو حکومت په سیاستونو باندې د انتقاد له امله نیول شوي دي. په راپور کې د یادو کسانو د نیول کېدو په اړه انتقاد سره ویل شوي چې د دغه فعالانو نیول کېدو د لامل او ځای په اړه هم معلومات نه دي ورکړل شوي.

په دغه راپور کې د بخښنې نړیوال سازمان د عمومي منشي اګنس کالامار له قوله ویل شوي: "په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ورځ تر بلې د خرابېدو په حال کې دی،د طالبانو بې رحماني سرغړونې هره ورځ دوام لري."

د بخښنې نړیوال سازمان همدارنګه په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونو د تثبیت لپاره د ځانګړي میکانیزم (حقیقت موندونکي ماموریت) رامنځته کېدو غوښتنه کړې ده.

تر دې مخکې په کابل کې د طالبانو حکومت لخوا د یو شمېر ښځینه معترضو مېرمنو د نیول کېدو راپورونه ورکړل شوي وو. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا (یوناما) مخکې د طالبانو حکومت لخوا د ښځو حقوقو د فعالینو د نیول کېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیت او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ملتونو سیاسي استازولۍ یا (یوناما) هم د طالبانو له بند څخه د ښځو د حقونو د یادو فعالانو د خوشي کولو غوښتنه کړې وه.

ښاغلي بنیت تر دې مخکې ویلي و چې د افغان نجونو د تعلیم لپاره مبارزه او غږ پورته کول جرم نه دی او په خبره یې طالبان باید یاد فعالان خوشي کړي.

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت د بخښنې نړیوال سازما د دغه راپور په اړه تر دا مهاله څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې ویلي و چې دوی د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقوقو ته ژمن دي.

دغه سازمان پخپل راپور کې د ځینو عکسونو او ویډیو په استناد ویلي چې په پنجشېر ولایت کې د طالب چارواکو لخوا ۸۷ کسان له محاکمې پرته پخپل سري توګه نیول شوي او لاسونه تړل شوي دي.

په راپور کې ویل شوي چې دغه ویډیوي او عکسونه د ۲۰۲۲ میلادي د مې او اګست میاشتو ترمنځ خپاره شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان همدرانګه زیاته کړې چې عیني شاهدانو ورته ویلي چې یاد ملکي کسان له مقاومت جبهې سره تر نښتو وروسته د طالبانو لخوا نیول شوي دي.

د طالبانو حکومت تر دامهاله د بخښنې نړیوال سازمان د دغه تازه راپور په اړه څه نه دي ویلي، تر دې مخکې ورته راپورونه یوطرفه او له حقیقت څخه لرې" بللي دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG