د لاس رسي وړ اتصالات

د بخښنې سازمان: د امنیت شورا غونډه کې دې د ښځو په وړاندې د طالبانو محدودیتونو پر لیري کولو تمرکز وشي


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې سره هم مهاله، د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې دغه شورا دې نه یوازې دا چې له طالبانو څخه پر ښځو او نجونو د محدودیتونو د ژر تر ژره لیري کولو غوښتنه وکړي، بلکې د هغه کسانو ځپل دې هم پای ته ورسوي چې د د غه محدودیتونو په اړه غږ پورته کوي.

د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا برخې مسؤلې یمیني میشرا د جمعې په ورځ جنورۍ ۱۳ (مرغومې ۲۳) ویلي چې د فقر سطحې لوړېدو سره، په غیر دولتي ادارو کې د ښځینه کار کوونکو د کار بندیز په اړه د طالبانو پرېکړې افغانستان نور هم له بشري بحران سره مخ کوي.

د اغلې میشرا په وینا دغه محدودیتونه اوس مهال په افغانستان کې د خوړو نه خوندیتوب او سختې خوارځواکۍ زیاتېدو لامل شوي دي، په داسې حال کې چې روغتیايي او ښوونیزو خدماتو ته د ښځو لاس رسئ کم شوی دی.

محمود (مستعار نوم) چې په افغانستان کې د ماشومانو د زده کړو په برخه کې له یوې غیر دولتي ادارې سره کار کوي، د بخښنې نړیوال سازمان ته ویلي چې د طالبانو د تازه پريکړې له امله په ټولنه کې ښځو ته لاس رسئ تقریباً غیر ممکن شوی دی.

د هغه په خبره ښځینه کار کوونکو تر دې مخکې په شرایطو برابرې ښځې پيژندلې، مشخصې کولې او د مرستو رسولو په برخه کې له هغوی سره مرسته کوله.

د بخښنې نړیوال سازمان دغه مسؤلې پخپل بیان کې د اندېښنې په ښودلو سره ویلي چې افغان نجونې له عمومي ژوند څخه حذف کیږي او همدارنګه په راتلوونکو میاشتو کې به د وضعیت په لا خرابېدو سره، لا نوره لوړه بیه پرېکړي، ځکه چې نارینه کار کوونکي نور نشي کولای ښځو ته اساسي خدمات ورسوي.

دا په داسي حال کې ده چې په افغانستان کې د ښځو پر کار د بندیز له امله ګڼو خیریه بنسټونو په دغه هیواد کې خپل دفترونه بند کړي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي آسیا برخې مسؤلې ویلي: "داسي ښکاري چې طالبان قصداً هیواد د قحطۍ سره مخ کوي،د هغوی تبعیضي سیاستونه سره د خوراکي توکو نه خوندیتوب د ټکان ورکوونکي کچې لامل شوي او د نړیوالو مرستو برابرول یې تقریباً ناشوني کړي دي. ښځو مخکې هم بشري مرستو ته سم لاس رسئ نه لاره، اوس داسي ښکاري چې په بشپړه توګه محرومیږي."

د بخښنې نړیوال سازمان دغه مسؤلې همدارنګه ویلي چې په افغانستان کې د ښځو پر کار د بندیز له امله شاخوا ۳.۷ میلیون ماشومان چې د ښځینه ښوونکو لخوا ورته تدریس کېده له زده کړو څخه محروم شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان له طالب چارواکو څخه غوښتي چې ژر تر ژره نجونو ته د متوسطه او لوړو زده کړو او ښځو ته په غیر دولتي ادارو کې د کار کولو اجازه ورکړي.

دغه سازمان همدارنګه نړیوالې ټولنې ته خطاب کې ویلي چې طالبانو څخه باید وغواړي چې خپلو محدود کوونکي سیاستونه بدل کړي، ښځو ته اجازه ورکړي چې په غیر دولتي ادارو کې بیرته له سره کار پيل کړي او په ټول هیواد کې له خپلو مدني حقوقو څخه برخمنې شي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان د روان وضعیت په اړه د یوې بیړنۍ غونډې په ترڅ کې د طالبانو له لوري په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د نجونو پر زده کړې او د ښځو په کار باندې بندیزونه له اسلامي قانون سره په ټکر کې ګڼلي دي.

پر همدې مهال د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د میرمنو او نجونو پر مخ د پوهنې د دروازو تړل کیدل موقتي بللي او ویلي یې دي چې د دې ستونزې په حل کار روان دی.

XS
SM
MD
LG