د لاس رسي وړ اتصالات

امنيت شورا طالبانو ته: د ښځو او نجونو په وړاندې ظالمانه اقدامات ژر تر ژره لغو کړئ


د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د ښځو او نجونو په وړاندي د طالبانو وروستي محدوديتونه 'ظالمانه' بللي او له هغوى څخه يې غوښتي چې دغه اقدامات ژر تر ژره لغوه کړي٠

دغه شورا د جمعې په ورځ جنورۍ ١٣ (مرغومي ٢٣) د افغانستان په اړه ناسته کې په دغه هيواد کې د "ښځو او نجونو د بحراني وضعيت" په اړه اندېښنه ښودلې ده٠

د امنيت شورا په غونډه کې د البانيا، برازيل، اکوادور ، فرانسې، ګابن، جاپان، مالتا، سويس، متحده عربي آماراتو، برتانيې او د متحده ايالاتو هيوادونو استازو حضور لاره٠

د ملګرو ملتونو امنيت شورا يادو ١١ غړو د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې د افغانستان په اړه پر خپلو ژمنو د دغه شورا د ۲۵۹۳ قطعنامې مطابق عمل وکړي او په بشپړه، برابر او معناداره مشارکت او په سياسي، اقتصادي، تعليمي او نورو ټولنيزو برخو کې د ښځو حقوقو او ګډون ته احترام وکړي٠

د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت د تیر میلادي کال د ډسمبر په ۲۴ (مرغومی درییم) په یو مکتوب کې ښځې او نجونې په غیر دولتي موسسو کې له کار څخه منع کړې. په دې مکتوب کې خبرداری ورکړ شوی، چې "په دې برخه کې د تعلل په صورت کې به ددغه وزارت له خوا موسسو ته د فعالیت ورکړل شوی جواز لغو کړي".

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت بيا تر دغه فرمان مخکې په پوهنتونونو کې د نجونو زده کړې تر امرثاني پوري بندې کړي٠

امنيت شورا په افغانستان کې د بشري مرستو وېشلو بهير کې د ښځينه کار کوونکو حضور مهم بللى: "هغه يوازي په شخص پوري اړه لري او وګړو ته لاس رسٸ لري چې نارينه همکاران يې نشي کولاى هغه ته لاس رسٸ پيدا کړي٠"

په بيان کې راغلي چې مرستندويه بنسټونه له ښځينه کار کوونکو پرته نشي کولای د نارینه کار کوونکو له لارې اړمنو ښځو ته په مستقیم ډول مرستې ورسوي.

هغوى يوځل په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سياسي استازولۍ يا يوناما مامورت ستايلى دى او زياته کړې ده: " په افغانستان کې هر اړخيزو سياسي خبرو او د يو ټول شموله حکومت لپاره د حکومتدارۍ په ټولو برخو او پريکړو کې د ښځو بشپړه، معناداره او برابر مشارکت اړين دى٠"

د طالبانو حکومت په تيرو ١٦ مياشتو کې د نجونو د متوسطه زده کړو بندولو تر څنګ د ښځو د تعليم، کار، مشارکت او ورزش تر څنګ نورو برخو کې پراخ محدوديتونه وضع کړي چې پراخ غبرګونونه يې هم پارولي دي٠

دا په داسي حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې سره هم مهاله، د بخښنې نړیوال سازمان تيره ورځ ویلي و چې دغه شورا دې نه یوازې دا چې له طالبانو څخه پر ښځو او نجونو د محدودیتونو د ژر تر ژره لیري کولو غوښتنه وکړي، بلکې د هغه کسانو ځپل دې هم پای ته ورسوي چې د د غه محدودیتونو په اړه غږ پور ته کوي٠

د طالبانو غبرګون

پر همدې مهال د طالبانو حکومت وياند ذبيح الله مجاهد د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د دغه غوښتنې په ځواب کې ويلي چې ددغه شورا اندېښنې د درک وړ دي٠

خو مجاهد زياته کړې چې د دوى حکومت غواړي چې خپل ټولې چارې د "اسلامي شريعت" په رڼا کې تنظيم کړي، ځکه په خبره يې هغوى د خلکو په وړاندي د مسوليت په لرلو سره نشي کولى په افغانستان "غير شرعي" اقداماتوته اجازه ورکړي٠

هغه زياته کړې: "نړیوالو سازمانونو او هېوادونو ته په کار ده چې زموږ د هېواد حالات او د ملت دیني غوښتنې درک کړي او نړیوال بشري موضوعات او انساني مرستې تر سیاسي موضوعاتو پورې ونه تړي."

XS
SM
MD
LG