د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه د افغانستان لپاره د بشري حقونو ځانګړی څیړونکی ګماري


د ملګرو ملتونو د بشري‌ حقونو شورا په یو پریکړه لیک کې د افغانستان د چارو لپاره د ځانګړي څیړونکي د مقام د جوړلو ژمنه کړې چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته په هغه هیواد کې بشري وضعیت وڅاري او په دې برخه کې خپلې سپارښتنې وړاندې کړي.

پاکستان، چین او روسیه ددې اقدام مخالف وو خو اروپايي ټولنې او د امریکا متحده ایالتونو د افغانستان د چارو لپاره د بشري حقونو د ځانګړي څیړونکي د ګمارلو له طرحې ملاتړ کاوه.

په ملګرو ملتونو کې د اروپايي ټولنې سفیرې لوټي کنوډسن د پنجشنبې په ورځ اکټوبر اومه (تلې ۱۵) وویل:" دا یو ضروري اقدام دی څو د یوه ژمن او خپلواک کارپوه له لارې دوامداره څارنه وشي او په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت د لا خرابیدو مخه ونیول شي."

میرمن کنودسن وویل:" زموږ لپاره د میرمنو او نجونو حقونه د خاصې اندیښنې وړ موضوع ده. د طالبانو اقدامات د میرمنو او نجونو د حقونو سره په ټکر کې دي او په جدي توګه د اندیښنې وړ دي."

د ملګرو ملتونو د بشري‌ حقونو د شورا د ۴۷ هیوادونو له ډلې څخه ۲۸ یې ددې طرحې ملاتړ وکړ خو پنځو هیوادونو پاکستان، ونزویلا، اریتریا، روسیې او چین یې بیا په وړاندې مخالفت وکړ، ۱۴ هیوادونو د رایې له ورکولو ډډه وکړه.

پاکستان او یو شمیر نورو هیوادونو د اګست په ۲۴ نیټه هم د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې د افغانستان د چارو لپاره د ځانګړي څیړونکي له ټاکل کیدو سره مخالفت کړی وو.

د یاد پست د رامنځ ته کیدو پریکړه لیک، واک ته د طالبانو له رسیدو مخکې ترتیب شوی وو او امریکا او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخواني استازي یې ملاتړ کړی وو.

خو د ملګرو ملتونو د بشري‌ حقونو عالي کمیشنرې میشل باشلیت له شورا څخه وغوښتل څو په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو لپاره د څارنې یو میکانیزم جوړ کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی څیړونکی به په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت له څارنې او د وضعیت د ښه والي لپاره پر سپارښتنو سربیره، دنده ولري چې له هغه هیواد سره د بشري حقونو د مکلفیتونو د ترسره کیدو په برخه کې مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا پریکړه لیک په افغانستان کې"د بشري حقونو د ټولو سرغړونو او ناوړه چلندونو او د بشر دوستانه قوانینو د نقض په برخه کې د سرغړونو د عاجل پای تر څنګ، د بیان د ازادۍ او د سوله ایزو غونډو په ګډون ټولو بنیادي ازادیو ته د درناوی غوښتنه کړیده."

د چین دا غوښتنه چې د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی څیړونکی باید په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د بشري حقونو سرغړونې هم وڅیړي، رد شوه.

ټاکل شوېده دا څیړونکی راتلونکې میاشت معرفي شي،‌ دنده به یې په لومړۍ مرحله کې ۱۲ میاشتې وي، نوموړی باید د یوه کال په موده کې د افغانستان د وضعیت په اړه ملګرو ملتونو ته تحریري راپور وړاندې کړي.

د بښنې نړیوال سازمان له دې پرمختګ څخه په هرکلي ویلي دي چې د ځانګړي خبریال د پست رامنځ ته کول، په افغانستان کې د بشري حقونو څخه د ملګرو ملتونو د بشري‌ حقونو د شورا د څارنې په برخه کې مهم لومړی ګام دی.

XS
SM
MD
LG