د لاس رسي وړ اتصالات

یونسکو د ۲۰۲۳ د تعلیم نړیواله ورځ د افغان نجونو او ښځو په نوم کړه


طالبانو نجونې له تعلیم او تحصیل څخه بندې کړې
طالبانو نجونې له تعلیم او تحصیل څخه بندې کړې

د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او فرهنګي‌ سازمان (یونسکو) وايي چې د ۲۰۲۳ د جنورۍ ۲۴ نېټه،‌ چې د زده کړو نړیواله ورځ ده، د افغان نجونو او ښځو په نوم ځانګړې شوې ده.

د یونسکو مشر ادرې ازولي په همدې مناسبت د افغان نجونو او ښځو د تعلیم د اساسي حقونو د بېرته ورکولو غوښتنه کړې ده.

طالبانو په افغانستان کې د واک له بیا ترلاسه کولو وروسته په نجونو د تعلیم او کار دروازې بندې کړې او یوازې تر شپږ ټولګي پورې ورته د زده کړو اجازه ورکړې ده، د طالبانو دا پرېکړه په نړیواله کچه غندل شوې ده.

یونسکو تعلیم نړیوال بشري حق ګڼي او وايي‌ په نړۍ کې هېڅ داسې هېواد نشته چې د نجونو او ښځو د زده کړو مخه ونیسي.‌ یونسکو وايي دا د نړیوالې ټولنې مسئولیت دی چې د افغان نجونو د تعلیم او زده کړو د حق په بېرته اعاده کولو کې عاجل اقدامات وکړي.

د جنورۍ په ۲۴ نېټه به یونسکو په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې یوه غونډه رابلي چې د دغه سازمان عمومي منشي به هم په کې وي. په دې غونډې کې د افغان نجونو او ښځو د تعلیم په حقونو ځانګړی بحث کېږي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو په اساس، ۸۰ سلنه افغان نجونې چې ښوونځیو ته د تلو دي- نژدې ۲.۵ میلیون نجونې- د طالبانو د بندیز له کبله له زده کړو بې برخې شوې دي.

یونسکو وايي چې د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته یې هڅه کړې ده چې له غیر دولتي‌ ادارو سره کار وکړي چې افغان نجونو ته له لیري واټن څخه د زده کړې او همدغه راز د رادیو له لارې د زده کړې امکانات برابر او نورې بدېلې لارې ولټول شي.

یونسکو وایي چې تر ۲۰۲۱ کال پورې په افغانستان کې ۱۰ میلیون زده کوونکي ښوونځیو ته تلل، دا شمېر د طالبانو د لومړي دور له سقوط وروسته په ۲۰۰۱ کې یو میلیون و چې ۲.۵ میلیون یې نجونې وې.‌

همدغه راز د لوړو زده کړو په موسساتو کې هم د ښځینه محصلینو شمېر ۱۰۰ ته رسېده. یونسکو همدغه راز وايي‌ چې په ۲۰۰۱ کې ۱۷ په سلو کې ښځو لیک او لوست کولای شوای خو په ۲۰۲۱ کې دا فیصدي ۳۰ ته رسېدلې وه.

XS
SM
MD
LG