د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو بېځایه شویو افغانانو سره مرستو لپاره ۱۲۳ میلیون ډالر غوښتي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو اداره یا (UNHCR) عملیاتي مرستیال رئوف مازو له افغانستان سره د کډوالو او بېځایه شوو کورنیو په برخه کې د نړیوالې ټولنې د مرستو د زیاتوالې غوښتنه کړې ده.

نوموړي افغانستان ته د خپل څلور ورځني سفر په ترڅ کې ویلي چې په افغانستان کې د جګړو له امله ګڼ کسان بېځایه شوي او همدارنګه ګڼو کسانو د خپل امنیت لپاره په بهر کې پناه اخیستې ده.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې یا (UNHCR) نن جمعه مۍ ۲۸ (غبرګولې اوومه) په خپلې اعلامیې کې د ښاغلي مازو له قوله ویلي: "افغانستان په یو حساس او تاریخي پړاو کې قرار لري، د سولې ټینګېدو لپاره د پرله پسې هڅو په دوام، په بشري او پراختیايي برخو کې هم باید په یوه وخت کې فعالیتونه زیات شي."

هغه په دې وروستیو کې د تاوتریخوالي له امله د بېځایه شوو کورنیو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د (UNHCR) کمېشنرۍ عملیاتي مرستیال ویلي چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال له پيل څخه بیا تر دا مهاله د جګړو له امله څه باندې ۱۰۰زره کسان بېځایه شوي دي.

د دغه ادارې په اعلامیه کې راغلي: "په داسې حال کې چې نړیوالې ټولنې په تیرو ۲۰ کلونو کې له افغانستان سره پراخې مرستې کړي دي، د افغانستان لپاره په بشري برخو کې د مرستو بودجه د کمېدو سره مخامخ ده، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د بېځایه شوو او کډوالو په برخه کې د ۱۲۳.۵ میلیون ډالرو غوښتنه کړې ده چې یوازې ۲۴ سلنه برابره شوې ده."

د بیان له مخې ښاغلي مازو کابل ته د سفر پرمهال له افغان چارواکو سره لیدنه کې د کډوالو او بېځایه شوو کورنیو سره د مرستې په برخه کې ډاډ ورکړی دی.

(UNHCR) ویلي چې افغانستان اوس مهال نژدې ۳۵ میلیون نفوس لري چې اکثریت یې ځوانان دي او په وینا یې له امنیتي او اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو اداره وايي چې اوس مهال په میلیونونو افغانان په ایران او پاکستان کې د کډوالۍ شپې او ورځې تیروي.

دغه اداره زیاتوي چې دوی په تېرو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې له ۱۰۰زره بېځایه شوو کډوالو سره د سر پناه، خوراکي او ځینو برخو کې مرستې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه په لغمان ولایت کې د طالبانو د بریدونو له امله د افغان چارواکو په وینا سلګونه کورنۍ هم بېځایه شوي دي.

روانه اونۍ د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په لغمان کې د جګړو له امله د بېځایه شوو کورنیو په اړه د اندېښنې په ښودلو له یادو کسانو سره د مرستې غوښتنه وکړه.

خو د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت بیا امریکا غږ ته وویل چې دوی د جګړو له امله د بېځایه شوو کورنیو سروې پیل کړې چې وروسته به د مرستو بهیر ورته پيل شي.

XS
SM
MD
LG