د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: له هرو دریو افغان کورنیو څخه یوه یې له نشه يي توکو اغیزمنه شوې


د ملګروملتونو د نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې په یو راپور کې ویلي چې افغانستان د نشه يي توکو د اعتیاد له امله د پام وړ ستونزو سره مخ دی او نشه يي توکو په دغه هیواد کې له هرو دریو کورنیو څخه یوه زیانمنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې (UNODC) د چهارشنبې په ورځ ناوخته ډسمبر۲۷ (مرغومې شپږم) په یو راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د نشه يي توکو د استعمال څخه زیږیدلې ناروغۍ هم زیاتې شوي دي.

دغې ادارې ویلي: "د ملګروملتونو د نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې د ۲۰۲۱ کال راهیسې ۷۴ زرو کسانو سره چې د نشه يي توکو د ګواښ او یا د نشه يي توکو د استعمال څخه د زیږیدلو اختلالاتو سره مخ و، د نشه يي توکو د مخنیوي او د متعادینو د درملنې د بهیر د پیاوړي کیدو په برخو کې مرسته کړې ده".

دغې ادارې ویلي چې د نشه يي توکو کارول د انسانانو په ژوند باندې ناوړه اغیز کوي او د ایچ آی وي(HIV)، تور ژړي او د نورو ساري ناروغیو په ګډون د عصبي او فزیکي اختلالاتو سبب ګرځي، چې پایله یې د نشه يي توکو اړوند ناروغیو څخه مړینه، بې کارۍ، بدنامۍ، جرمونه او تاوتریخوالی دی.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې په دغه راپور کې ویلي چې افغانستان کې د اوږدو لسیزو جګړو او بې ثباتۍ افغانان په پراخه کچه روحي ناروغیو د ستونزو سره لکه اضطراب، خپګان او د پیښو وروسته د فشار د اختلالاتو د نشه يي توکو د کارولو په برخه کې زیانمنوونکي کړي دي.

دغې ادارې ویلي چې د افغانستان د نفوس ۶۰ فیصده یې له ۲۵ کلنو ښکته عمرونه لري چې له همدې امله افغانستان په نړۍ کې د نشه يي توکو په برخه کې یو ترټولو ځوان او چټک وده کوونکی نفوس لري چې د مخنیوي هڅې یې خورا مهمې دي.

دغې ادارې ویلي چې د کورنیو د مهارتونو د پروګرامونو له لارې د نشه يي توکو د کارولو، جرمونو او تاوتریخوالي د مخنیوي په برخو کې په دغه هیواد کې په ملي کچه کار کوي.

یو این او ډي سي، وايي چې دا پروګرامونه د اتو او څوارلس کلنو ترمنځ عمر لرونکو ماشومانو لپاره د هغوی د روزنې د مهارتونو، ماشومانو د هوساینې او د کورنۍ د روحي روغتیا په برخو کې ترتیب شوي دي.

دغې ادارې ویلي چې په افغانستان کې د نشه يي توکو د زیان د کمولو د پروګرامونو څخه ملاتړ کوي او د ایچ آی وي (HIV)، تورژړي او د نورو ورته ناروغیو د مخنیوي او درملنې په برخو کې د سترایژیو د ترتیبولو په برخو کې یې له دغه هیواد سره مرسته کړې ده.

د ملګروملتونو دغې ادارې ویلي چې له دوو زرو څخه زیات پالیسي ترتیبوونکي، عامې روغتیا کارکوونکي، ټولنیز فعالان او د پوهنې مامورین یې په افغانستان کې د دغې ادارې او د روغتیا د نړیوال سازمان د نشه يي توکو د استعمال د مخنیوي درملنې په چارو کې د پالیسو سره برابر په ملي کچه او له هیواد څخه بهر روزلي دي.

دغې ادارې ویلي چې د ۲۰۲۲ کال راهیسې یې افغانستان لپاره ځانګړی امانتي صندوق تاسیس کړی او د مرستو رسونې د ادارو ترمنځ ددغه تاسیس شوي صندوق له لارې یې په افغانستان کې د بشري اړتیاو د پوره کولو له هڅو څخه ملاتړ کړی دی.

افغانستان کې د نشه يي توکو د استعمالولو په اړه تازه سروې نه ده شوې، خو په دغه هیواد کې د نشه يي توکو د استعمال په باب یوه سروې چې په ۲۰۱۴ کال کې شوې ښیي چې په دغه هیواد کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمیر درې میلیونو ته لوړ شوی دی.

دا سروې چې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو په وزارت کې د قانون د ټینګښت د ادارې په مرسته شوې ښيي چې د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۴ کلونو په موده کې په افغانستان کې تر یو نیم میلیون پورې نوي کسان په مخدره موادو روږدې شوي دي.

خو د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اداري مرستیال ملا عبدالسلام حنفي په پرله پسې ډول په خپلو څرګندونو کې په افغانستان کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمیر نږدې پنځه میلیونه ښودلی او ویلي دي چې ددغه شمیر یو میلیون یې ښځې او ماشومان دي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي چې اوس مهال د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د معتادینو د درملنې ۱۱۰مرکزونه فعال دي چې د ماشومانو او ښځو په ګډون په کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو درملنه کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG