د لاس رسي وړ اتصالات

یونان ته په لار سمندر کې د کډوالو کښتۍ ډوبه شوې؛ '۵۰ تنه ورک' دي  


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د یونان ساحلي‌ ځواکونه وايي چې نن چهارشنبه اګست لسمه (زمری ۱۹) د اژه په سمندر کې د کډوالو یوه کښتۍ ډوبه شوې ده او ۵۰ کسان ورک دي.

یوناني چارواکي وايي هوايي او سمندري ژغورونکې ډلې هلې ځلې کوي‌ چې ورک شوي‌ کسان پيدا کړي. دغه کښتۍ تېر سهار د ترکیې د انتالیا څخه د کارپاتوس او رودوس سواحلو په لورې روانه شوې وه.

د یونان د ساحلي ځواکونو یو مطبوعاتي مسئول د فرانسې خبري‌ اژانس ته وویل: "د ۲۹ ژغورل شویو کسانو د معلوماتو په اساس، په کښتۍ کې ۸۰ کسان ناست وو. په دې حساب نژدې ۵۰ کسان ورک دي".

خو د یونان دولتي تلویزون « ERT» وايي چې په کښتۍ کې د ۳۰ او ۶۰ ترمنځ کسان ناست وو.

د ساحلي‌ ځواکونو ویاند نیکوز کوکالاس دغه تلویزون ته ویلي دي: "امکان نلري چې دا کښتۍ دې ۸۰ کسان ولېږدوي، موږ وایو چې کسان کم دي".

د دغو کسانو د لټون په عملیاتو کې څلور کښتۍ، د ساحلي ځواکونو د ګزمې دوې کښتۍ او د یونان د هوايي ځواکونو هلیکوپترې برخه لري. ښاغلي کوکالاس وویل چې د پناه غوښتونکو اکثریت کښتیو کې خلکو ته د ژغورنې واسکټونه او جامې نه اغوستل کېږي.

د ساحلي ځواکونو له لوري‌ په یوې خپرې شوې ویدیو کې ښودل کېږي چې د پوځ یوه الوتکه دوه کسان ژغوري او بیا یې کارپاتوس ته انتقالوي، ۲۷ نور ژغورل شوي‌ کسان هم د کوز ټاپو ته انتقال شوي دي.

تېره ورځ هم د یونان ساحلي ځواکونو وویل چې ۱۲۲ کسان یې له هغه وروسته وژغورل چې کښتې یې ډوبه شوه. له ترکیې څخه ډېر خلک د سمندر له لارې یونان او بیا د اروپا نورو هېوادونو ته ځي چې پناه واخلي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په دوی کې یې اکثریت د سوریې، افغانستان او هغو هېوادونو وګړي دي چې د نا امنیو او ژوند د نورو سختو شرایطو له کبله د خپلو هېوادونو پرېښودو ته مجبورېږي. په دغې لارې زرګونه کسان په سیند کې ډوب شوي او مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG