د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي مقام: القاعده او داعش د خپلو مشرانو له وژل کېدو وروسته وېرېدلي


د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري مشر په کابل کې وژل شوی دی

په واشنګټن ډي سي کې د ترهګرۍ ضد چارواکي‌ وايي سره له دې چې د ترهګرۍ د وژونکو بریدونو د اغیز په اړه شکونه شته، مګر د ترهګرو ډلو د مشرانو د وژلو لپاره دامریکا بریدونه کارنده وو.

د ترهګرۍ د مخنیوي‌ د ملي مرکز مشر کرستین ابیزیاد د پنجشنبې په ورځ سپتمبر ۱۵ (وږې۲۴) وویل چې سږکال د امریکا د متحدو ایالتونو د اقداماتو له کبله د داعش او القاعده د مشرانو له وژلو کېدو ورسته دا ډلې مجبورې شوې چې د خپلې بقا لپاره هلې ځلې وکړي.

نوموړي‌ وویل چې په ځانګړي ډول په سوریه کې د امریکایي ځواکونو په یو برید کې د داعش ډلې د خپل یو مشر ابو ابراهیم الهاشمي القریشي، چې په حاجي عبدالله هم مشهور و، له وژل کېدو ورسته دې ډلې د راټولېدو ځای بدل کړی دی.

نوموړي په یو خبري کنفرانس کې د امریکا غږ د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل دا چې داعش نغواړي په امریکا برید وکړ او هڅه کوي‌ د سوریې له لارې په سیمې کې کنترول زیات کړي، د دې ښکارندوی دی چې دې ډلې د مشرتابه په کچه تلفات ګاللي دي.

څه موده مخکې د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یو برید کې ووژل شو او دې پېښې په دغې ډلې باندې ډېر منفي اغیز کړی دی.

نوموړي وویل چې د ظواهري نشتوالی په القاعده ډله کې د اړیکو د کموالي‌ لامل شوی دی. د امریکا او ځینو نورو هېوادونو ارزونو په اساس، شاید د القاعده ډلې یو شمېر نور مشران هم په افغانستان کې وي.

ویل کېږي چې د الظواهري ځای ناستی سیف العدل به هم په افغانستان کې وي.

امریکايي او د لویدیځ چارواکي په دې باور دي چې دا ترهګرې ډلې داسې تشکیل لري چې د یو مشر په وژل کېدو سره یې بل ځای ناستی موجود وي.

د یوې استخباراتې ارزونې په اساس چې په ۲۰۲۰ کې خپره شوه وايي چې داعش داسې یوه ډله ګڼل کېده چې دوامداره ترهګري به کوي او خپل ظرفیتونه یې قوي کول چې ممکن د امریکا او متحدینو ګټو ته یې زیان رسوه.

خو د وروستیو استخباراتي ارزونو څخه معلومېږي چې په عراق او سوریې کې په خپلو پلویانو باندې د داعش اغیز مخ په کمېدو دی.

تېرکال داسې وړاندوینه کېده چې په سوریه کې د داعش ډلې ۱۶۰۰۰ جنګیالي وو خو سږکال دا شمېره ۱۰۰۰۰ ته ښکته شوې ده.

XS
SM
MD
LG