د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا استخبارات: افغان میرمنې ښایي خپل حقونه وبایلي 


د امریکا د متحده ایالاتو د استخباراتي ادارو یو تازه رپوټ خبرداری ورکوي چې د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د طالبانو د واکمن کیدو په صورت کې ښایي افغاني میرمنې د خپلو حقونو د له منځه تللو شاهدې واوسي.

پدې رپوټ کې راغلي چې د سه شنبې په ورځ مۍ څلورمه (غوایي۱۴) د امریکا د متحده ایالاتو د استخباراتو د شورا له خوا خپور شو راغلي دي چې د ښځو د حقونو په اړوند د طالبانو په نظر کې هیڅ ډول بدلون نشته.

په رپوټ کې راغلي: "طالبان په پراخه توګه د ښځو د حقونو په اړه په خپل محدود کوونکي چلند کې ثابت پاته دي او که دغه ډله بیا واک ترلاسه کړي د تیرو دوو لسیزو زیات پرمختګونه به پر شا وتمبول شي."

پدغه رپوټ کې د مختلفو مقاماتو او د بشري حقونو د ډلو اندیښنې بیان شوي دي چې ښایي د زیات شمیر افغان میرمنو د اندیښنو د زیاتیدو سبب هم شي.

پدې ترڅ کې امریکایي مقاماتو په وار وار هیله څرګنده کړې چې طالبان کیدای شي د نړیوالې پیژندنې او مالي ملاتړ په ترڅ کې خپل چلند بدل کړي.

د افغانستان د بیاپخلاینې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د امریکا کانګرس ته وویل: "دا ټول به د خپلو هیوادوالو او په لومړي ګام کې د افغان میرمنو، ماشومانو او لږکیو په وړاندې د هغوی [طالبانو] د چلند په څرنګوالي پورې تړلي وي."

د رپوټ په یوه برخه کې هم ذکر شوي: "د طالبانو یو شمیر مقامات په څرګنده وایي چې دغه ډله د ښځو حقونو ته درناوی کوي، خو هغوی وایي چې دغه حقونه باید د شریعت څخه د طالبانو د تفسیر سره اړخ ولګوي."

څیړونکي همداشان خبرداری ورکوي چې حتی د سولې د خبرو په وروستي پړاو کې د طالبانو مقاماتو ښځو ته د غربي کالیو پر ضد خبرې کړي او "د ښځو د حقونو پلویان یې د بې حیایۍ، بې حجابۍ او غیر اسلامي فرهنګ باندې تورن کړي دي".

رپوټ خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې د ښځو حقونه حتی پرته له دې چې طالبان خپل لید لوری پر ټولنه تحمیل کړي، د ستونزو سره به مخامخ اوسي.

په رپوټ کې راغلي: "د څو لسیزو مالي ملاتړ او نړیوالې پاملرنې وروسته افغانستان لاهم د ښځو په چارو کې د نړیوالو او د ملګرو ملتونو د درجه بندیو په ډیره ټیټه کچه کې راغلی."

د امریکا د متحده ایالاتو ارزونه همداشان ښیي چې د شاوخوا نهه میلیون ماشومانو له جملې څخه چې ښوونځیو ته ځي، شاوخوا ۳.۵ میلیون یې نجونې دي او د نجونو له نیمایي څخه لږ شمیر یې متوسطه ښوونځیو ته د تللو اجازه لري.

پدې ترڅ کې د امریکا جمهور رئیس جو بایډن ژمنه کړې چې د ځواکونو د وتلو وروسته به په افغانستان کې د ښځو د حقونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG